Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64980
تاریخ انتشار : دوشنبه 2 چنګاښ 1399 ساعت : 18:48:23

د افغانستان پلاوي په تهران کې سلامشورې وکړې

زمونږ خبریال وايي د افغانستان د خارجه وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر چې د یوه (۱) پلاوي په مشرۍ تهران ته راغلی دی نن د ایران د کورنیو چارو له وزیر عبدالرضا رحماني فضلي سره کتنه او خبرې وکړې .

د افغانستان د خارجه وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر نن د ایران د کورنیو چارو له وزیر عبدالرضا رحماني فضلي سره په کتنې کښې له افغانستان څخه د ایران د وروګلویزو او همیشنیو ملاتړونو په قدرونې سره وویل د دواړو هیوادونو ترمینځ مسائیل او مشکلات باید په جرړه ایز ډول حل شي چې د جامع ملګرتیا د سند د موافقو په هکله د تهران او د کابل اړیکې ښې نتیجې ته ورسیږي .

حنیف اتمر په دې خبرې ټینګار سره چې د ایران او د افغانستان د جامعو ملګرتیاو سند په راتلونکو دریو (۳) میاشتو کښې نهايي کیږي وویل په ایران کښې د افغانستان د ښاریزو شتون او د دواړو هیوادونو د ښاریزو تګ راتګ باید قانوني وي .

د ایران د کورنیو چارو وزیر عبدالرضا رحماني فضلي هم په د غه کتنې کښې وویل د افغانستان او د ایران حکومتونه باید هڅه وکړي د قانوني تګ راتګ په لاره کښې ټول خنډونه ختم شي او د دواړو هیوادونو د ښاریزو د قانوني تګ راتګ لپاره اسانتیا برابره شي .

په عین حال کښې د افغانستان د خارجه وزارت د سرپرست مرستیال میرویس ناب هم د ایران د خارجه وزیر د سیاسي چارو له مرستیال سید عباس عراقچي سره کتنه او د دوه اړخیزه اړیکو د پراختیا په هکله سلامشوره وکړه .

د افغانستان د صحت عامه وزارت مرستیال وحید الله مجروح هم د ایران د طبي زده کړې او د روغتیا وزیر له مرستیال قاسم جان بابايي سره په کتنې کښې دې ته په اشارې سره چې د ایران اسلامي جمهوریت له کورونا ویروس سره په مبارزې کښې ښې بریاوې ترلاسه کړي دي وویل افغانستان وړاندیز کوي چې د کورونا د مدیریت په زمینه کښې د اطلاعاتو د تبادلې لپاره د دواړو هیوادونو د متخصصانو ترمینځ ګډې غونډې ترسره شي .

د ایران د طبي زده کړې او د روغتیا د وزیر مرستیال قاسم جان بابايي هم په دغه کتنې کښې له کورونا ویروس سره د مبارزې په زمینه کښې افغانستان ته د تجربو د انتقالولو لپاره د تهران چمتووالی اعلان کړ .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.