Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65003
تاریخ انتشار : سه شنبه 10 چنګاښ 1399 ساعت : 21:59:10

ایران د کورونا ضد واکسین جوړ کړی دی

زمونږ خبریال وايي د ایران د روغتیا وزیر سعید نمکي وویل تهران د کورونا ویروس د واکسین د تولیدولو لپاره ډیر اغیزشیندونکي ګامونه اخیستي دي او زر په انسانانو باندې د دغه واکسین د ازمویلو پړاو پیلیږي .

هغه نن په تهران کښې د اینټرنیټ له لارې د لویدیځې اسیا د ۲۰۲۰ میلادي کال د فارمیکس د درملو د نړیوال نندرتون د پیلولو په مراسمو کښې د کورونا ویروس د واکسین د تولیدولو لپاره د ایران د محققانو هڅې ته په اشارې سره وویل په حیواناتو باندې د دغه واکسین ازمویل په بریالیتوب سره ترسره شوي دي او په انسانانو باندې  ژر د دغه واکسین د ازمویلو پړاو پیلیږي .

د ایران د روغتیا وزیر سعید نمکي د طبي تجهیزاتو او د درملو په حوزه کښې د داخلي تولیداتو زیاتیدا ته په  اشارې سره وویل د تحریم په سختو شرایطو کښې په ایران کښې هیڅ مریض د خپلو اساسي درملو د برابرولو لپاره له مشکل سره نه دی مخ شوی .

هغه په دې خبرې سره چې ایران د درملو د اغیزشیندونکو او لومړیو موادو په تولیدولو کښې د سیمې یو(۱) قدرتمن هیواد دی وویل نن سبا د پوه بنسټه شرکتونو او د سائینس پوهانو په هڅې سره ایران د درملو د لومړیو موادو یو (۱) تر ټولو ستر صادرونکی دی .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.