Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65009
تاریخ انتشار : سه شنبه 10 چنګاښ 1399 ساعت : 22:14:07

چین د ایران پرضد د بندیزونو د ختمیدا غوښتنه وکړه

ایرنا خبري اژانس وايي د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند جائو لي جیان د ایران پرضد د امریکا د یواړخیزه بایکاټونو په لغو کولو ټینګار وکړ .

هغه نن وویل چین په ۲۰۱۵ میلادي  کال کښې د اټومي تړون پراساس په ایران باندې د بایکاټ لپاره د ملګروملتونو په امنیت شورا باندې د دباو لپاره د امریکا له هڅو سره مخالف دی .

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند جائو لي جیان د ملګروملتونو په امنیت شورا کښې د امریکا له هرډول زوروینې سره د مخالفت په ترڅ کښې وویل د  ایران پرضد بایکاټونه غیر قانوني دي او باید لغو شي .

هغه د صهیونیسټ رژيم لخوا د اردن سین د لویدیځې غاړې د یوشمیر سیمو د یوځاې کولو په هکله د چین د دریځ په اړه وویل پیکینګ د اردن سیند د لویدیځې غاړې د یوځاې کولو او هلته د صهیونیسټ میشته ښارګیو له جوړولو سره مخالف دی .

د چین د خارجه وزارت ویاند وویل د فلسطین په نیواکي سیمو کښې د صهیونیسټ میشته ښارګیو جوړول د امنیت شورا د اعلان پراساس په کامل ډول د نړیوالو قوانینو پرخلاف دي او باید د ملګروملتونو د پریکړه لیکونو په شمول موافقو ته پاې بند ووسي .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.