Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65013
تاریخ انتشار : چهار شنبه 11 چنګاښ 1399 ساعت : 22:14:48

خلیلزاد د منځنۍ اسیا هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره پر سولې غږېدلی

د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد چې د اوزبکستان له چارواکو سره یې لیدلي او په تاشکند کې یې د «C5+1» په ویډیويي غونډه کې چې د ترکمنستان، قزاقستان، تاجکستان او قرغزستان د بهرنیو چارو وزیرانو په‌کې ګډون کړی و، پر سولې خبرې کړې دي.

خلیلزاد نن پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې په یاده غونډه کې د افغان سولې په برخه کې د وروستیو پرمختګونو، د منځنۍ اسیا د رول او د سیمه‌ییز اتصال، سوداګرۍ او پراختیا په برخه کې له سولې نه ګټه اخیستل د یادې ناستې د بحث موضوعات وو.

نوموړي زیاته کړې، په یاده غونډه کې یې ویلي چې په افغانستان او منځنۍ اسیا کې ثبات او پرمختګ مهم دي او له افغانستان سره د دغو هېوادونو مرسته د سیمې او امریکا په ګټه ده.

خلیلزاد درې ورځې وړاندې قطر، پاکستان او اوزبکستان ته خپل تازه سفر پیل کړ.

د یادونې ده چې نوموړي پرون له غرمې وروسته د ویډیويي کنفرانس له لارې له ولسمشر محمداشرف غني او د ملي مصالحې شورا له رییس عبدالله عبدالله سره هم خبرې اترې وکړې.

د ملي مصالحې شورا له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې چې پرون خپره شوه، لیکل شوي چې په یاده ویډیويي ناسته کې دواړو لوریو د سولې په برخه کې پر وروستیو بدلونونو او پرمختګونو او دغه راز د بین‌الافغاني خبرو اترو پر پیل خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې، په یاده ناسته کې د تاوتریخوالي پر کمولو، د بندیانو د تبادلې پروسې پر بشپړولو، د بین‌الافغاني خبرو اترو پر پیل او د سولې د ملاتړ په اړه د سیمې هېوادونو پر ملاتړ بحث شوی او دواړو لوریو د تاوتریخوالي پر کمولو، د سولې مخامخ خبرو مېز ته پر تللو او د افغانانو په مشري او مالکیت د سولې پر هوکړه‌لیک ټینګار کړی دی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.