Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65014
تاریخ انتشار : چهار شنبه 11 چنګاښ 1399 ساعت : 22:19:14

ولسي جرګې، د ۱۳۹۹ کال مالي بودجې د تعدیل طرحه تصویب کړه

ولسي جرګې د ۱۳۹۹ کال مالي بودجې تعدیل طرحه د رایو په اکثریت تصویب کړې ده.

د افغان ایرکا خبري اژانس د خبر له مخې د یادې جرګې د مالي کمیسیون منشي سید عظیم نن چهارشنبې د چنګاښ ۱۱مه وویل، چې ولسي جرګې دغه طرحه له ځینو بدلونونو سره تصویب کړې ده.

دا طرحه د حکومت له لوري له کرونا سره د مبارزې برخه کې د ځانګړې شوې بودجې او دغه راز د ځینې کودونو د تعدیل په موخه ولسي جرګې ته استول شوې وه.

د ۱۳۹۹ کال مالي بودجې تعدیل طرحه د جوزا میاشتې په ۲۸مه د ولسي جرګې له لوري کرونا سره د مبارزې او ځینې نورو برخو کې د ډېرو پیسو تخصیص له امله رد شوه وه خو تر یوې میاشتې جنجالونو وروسته بلاخره نن تصویب شوې ده.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.