Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65016
تاریخ انتشار : پنج شنبه 12 چنګاښ 1399 ساعت : 17:52:10

هند د چابهار بندر له لارې افغانستان سره سوداګري زیاتوي

هندي رسنۍ وایي هندوستان په چابهار بندر کې د لومړۍ محمولې د ورتګ هرکلی کړی دی.

د هند د بندرونو د ادارې مشر کومار ګوپتا وایي، چې د چابهار له لارې به سوداګري لا پراخه او پیاوړې کړي.

هغه دغه راز زیاته کړې، چې په دې برخه کې به له شریکو هیوادونو سره په ګده کار کوي.

کومار په خپلو خبرو کې ویلي، چې افغانستان ته به په خپلو صادراتو کې ډیروالی راولي او سوداګري به نوره هم پراخه کړي.

د نوموړي په خبره د ایران مرکزي بانک به د سوداګرۍ د لا پراختیا لپاره په چابهار بندر کې د افغانستان غضنفر خصوصي بانک ته د یوې څانګې د پرانیستلو اجازه ورکړي.

هند او افغانستان د چابهار بند له لارې له ۲۰۱۹ کال راپدیخوا صادرات پيل کړي او یاد هیواد له افغانستان سره په سوداګریزه برخه کې ډیرې نږدې اړیکې لري.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.