Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65017
تاریخ انتشار : پنج شنبه 12 چنګاښ 1399 ساعت : 17:53:17

افغانستان کښې امریکايي سولې ماتي خوړلي ده

زمونږ خبریال وايي د افغانستان د ولسي جرګې استازیو په هیواد کښې د تش په نامه د سولې د رامینځته کولو لپاره د امریکا د چارواکو سلامشورې چټي او ناکامه هڅه وبلله .

د افغانستان په  ولسي جرګې کښې د هلمند ولایت استازي شیر محمد اخوند زاده وویل د امریکا سولې د افغانستان لپاره هیڅ ګټه نه ده لرلي او د  طالبانو د بندیانو خوشي کیدا هم ناامنیانې نورې پسې زیاتې کړي دي .

هغه وویل د سولې د خبرو اترو له پیلیدا وروسته د افغانستان د  عسکرو وژله زیاته شوي او هر ورځ په لسګونو حکومتي عسکر مر کیږي  او ژوبلیږي .

د افغانستان په ولسي جرګې کښې د وردک ولایت استازي خان محمد وردک هم سیمې ته د افغانستان په چارو کښې د امریکا د  ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد سفرونه پوښتنه رامینځته کونکي وبلل او زیاته یې کړه خلیل زاد له افغانانو سره لوبه پیل کړي ده .

د افغانستان په ولسي جرګې کښې د کاپیسا ولایت استازي اقبال صافي هم وویل د سولې په بهیر کښې هیڅ پرمختګ نه لیدل کیږي او مونږ یوازې د حکومت له زندانونو څخه د طالبانو د زیاتو بندیانو د خوشي کیدا کتونکي یوو .

هغه وویل د طالبانو ډیر ازاد شوي  کسان جنګ ته ورستانه شوي او د دغه ډلې حملې هم زیاتې شوي دي .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.