Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65018
تاریخ انتشار : پنج شنبه 12 چنګاښ 1399 ساعت : 17:53:51

په کورمې کې د دوو قبیلوترمینځ له پنځه ورځني شخړې وروسته ډزبندي وشوه

که ځاي حکومت په وخت د شخړو دحل لپاره جدي ګامونه پورته کولئ نو په کورمې کې به هیڅکله هم داسې ترینګلتیاوې چې دیوشمیر کسانو وینه پکې تویږي نه پيښیدې ځکه په کورمه کې درست خلک امن غواړي او د خبرواترو په وسیله ددرستو ترینګلتیاؤ حل غواړي .

زمونږخبریال راپور راکړ  دپاکستان دخیبر پختونخواه صوبې په کورمې ضلعې کې د بالیش خیلو او پاره څمکني ترمینځ نن پنځه ورځ وه چې دمځکې په سرسخته جګړه روانه وه چې د قومي مشرانو، او د ولس استازو په هلوځلو سره نن ډز بندي شوي او دواړو لورو ته  د مورچلو دپریيښودو لنډ وخت ورکړل شوی څو دغه ډزبندي بشبړ شي .

له  پاره چناره یو تکړه خبریال علی افضال په همداوروستیو کې له مونږ سره په تماس کې ووئيل دغه شخړې که چیرې په جرړه ایزډول حل نشي،نو ممکنه ده یو ځل بیا دغه ترینګلتیاوې سر راپورته کړي حکومتي ادارو ته پکار ده چې  دمځکې د شامیلاتو په سرهرډول سیمه ایزې شخړې دې د کاغذات مال له لارې حل کړي چې دا د ددواړو لورو یوه اساسي غوښتنه هم ده.هغه دغه راز ووئيل  که ځاي حکومت په  وخت د شخړو دحل لپاره جدي ګامونه پورته کولئ نو په کورمې کې به هیڅکله هم  داسې ترینګلتیاوې چې دیوشمیر کسانو وینه پکې تویږي نه پيښیدې ځکه په کورمه کې درست خلک امن غواړي او د خبرواترو په وسیله  ددرستو ترینګلتیاؤ حل غواړي .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.