Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65020
تاریخ انتشار : پنج شنبه 12 چنګاښ 1399 ساعت : 18:06:52

د امام رضا(ع) زوکړه


د امام رضا(ع) زوکړه
د هجرت د 148 کال د ذي قعدې د مياشتې په يولسمه نيټه په مدينه کښې د امام موسی کاظم عليه السلام په کور کښې يو ماشوم ويزيږدۀ چې له خپل پلاره وروسته د ايمان علم او امامت د ډګر تاريخ جوړونکې شو نوم يې پرې علی کيښود او په رضا مشهور شو. د مور نوم يې بي بي نجمه دی چې په پوهې ايمان او تقوي له لوړو ميرمنو څخه وه[1]. حقيقت دا دی چې ټول امامان د ډيرو لوړو پلارانو او ميندو له نسله وو او د ډيرو پاکو ميندو په غيږو کښې روزل شوي وؤ.

امام رضا عليه سلام د هجرت په 183 کال د هارون په بند کښې د امام موسی کاظم عليه السلام له شهادته ورسته په پنځۀ ديرش کلنۍ کښې د امامت په ګدۍ کښيناست او د امت د لارښوونې دنده يې په غاړه واخسته. د دوي امامت هم د نورو پاکو امامانو په شان د خدايې د رسول په ټاکنې، تصريح او د خپل پلار لخوا په معرفۍ سره ؤ. امام موسی کاظم عليه السلام تر نيول کيدو او بنده مخکښې ويلي وو چې تر هغه ورسته به د زمکې په مخ د خدايې حجت څوک وي چې خلق او د حق منوونکي په تيارو کښې پاتې او بې لارې نشي.

مخزومي وايي: امام موسی کاظم عليه السلام مونږ وغوښتو او وې فرمايل: تاسو خبر يې چې ولې مې راوغوښتئ؟  نه.

د دې لپاره چې ګواه اوسئ زما دا ځوې(امام رضا عليه سلام ته يې اشاره وکړه) زما وصي او ځاي ناستی دی.


د امام رضا(ع) اخلاق و کردار
پاکو امامانو په خلقو کښې او له خلقو سره ګډ ژوند کوؤ او خلقو ته به يې د پاکۍ فضيلت او ژوند درس عملاً ښودۀ. دوي د نورو نمونه او بيلګه وو او سره له دې چې د امامت لويې مقام دوي له نورو خلقو ممتازول او د زمکې په مخ د خدايې له غوره بندګان څخه وو. له خلقو لرې نۀ وو، خلق به يې له ځانه نۀ جدا کول او د ظا لمانو او زوراورو په شان به يې د خلقو بې عزتي او سپکاوي نه کولو.

ابراهيم بن عباس وايي: امام رضا عليه سلام هيڅکله په خبرو کښې په چا ظلم نۀ کولو او د چا خبره به يې له ختميدو مخکښې نۀ غوڅوله. هيڅکله يې کوم حاجتمن او اړمن چې حاجت يې ورله پوره کولي شو خالي لاس نۀ ستنولو، د نورو په وړاندې به يې پښې نۀ غزولې، له مريانو او خدمتګارو به يې شکايت نۀ کوؤ، خندا يې تيزه او په کټ کټ نۀ وه بلکې مسکيدۀ به. کله به چې دسترخوان واغوړولی شو د کور ټول وګړي حتی څوکيدار او خدمتګار به يې هم له ځان سره په ډوډۍ کښينولو او هغوي به له امام سره يو ځايې ډوډۍ خوړله، د شپې به کم اودۀ کيدۀ او ډير به ويښ ؤ، اکثره شپې به يې تر سهاره روڼولې او عبادت به يې کوؤ، ډير  روژتي ؤ او په هره مياشت کښې به يې د دريو مخصوصو  ورځو روژه ضرور نيوله[2]، ښه کارونه به يې کول او په پټه به يې خلقو ته خواړۀ رسول او د شپې به يې د فقيرانو کورونو ته ډوډوۍ وړله.

محمد ابن ابي عباد وايي: په اوړي کښې به امام په پوزي او په ژمي کښې په لمسي څملاستو،په کور کښې به يې ځيګي او ډبلې جامې اچولې خو چې کله به يې په عامو غونډو کښې ګډون کولو (نو ښې او د وخت مطابق جامې به يې اچولې او ځان به يې جوړوؤ)

يوه شپه د امام کور ته يو ميلمه راغلي ؤ د خبرو اترو په دوران کښې په مشال کښې خرابي پيدا شوه. ميلمه غوښتل چې مشال جوړ کړي خو امام پرې نۀ ښود پخپله يې څراغ جوړ کړ او وې ويل مونږ په خپلو ميلمنو کار نۀ کوؤ.

يو سړي امام ته عرض وکړو: په خدايې مې دې قسم وي د زمکې په مخ هيڅوک د فضيلت او شرافت له نظره ستا پلار او نيکانو ته نۀ رسيږي. امام وفرمايل: تقوي هغوي ته عزت ورکړو او د خدايې پاک اطاعت د هغوي مقام لوړ کړ.

د بلخ يو سړي وايي: د خراسان په سفر کښې د امام رضا عليه سلام ملګری ؤم. يوه ورځ چې دستر خوان وغوړول شو، امام ټول خدمتګاران او مريان حتی تور پوستکي هم راغونډ  کړل چې يو ځايې ورسره ډوډوۍ وخوري. ما امام ته عرض وکړو: له تا ځار شم، ښه به نۀ وي چې دوي په جدا دسترخوان کښيني؟ وې فرمايل غلي شه زمونږ د ټولو خدايې يو دی مور او پلار مو هم يو دي او جزا هم په عمل ده.

د امام يو خدمتګار "ياسر" وايي: امام رضا عليه سلام مونږ ته فرمايلي وؤ چې که تا سو مې څۀ کار ته راوغوښتئ او تاسو په ډوډۍ لګيا يئ نو تر هغې له ډوډۍ مۀ پاڅئ چې ختمه شوې نۀ وي او ځکه به ډير وخت داسې وشول چې امام به مونږ غوښتو خو مونږ به ورته ويل چې ډوډۍ خورو.

يو ځل يو مسافر امام ته راغي او وې ويل زۀ ستا او ستا د پلار او نيکانو له ليوالو څخه يم، حج ته تللي ؤم خو اوس راسره خرڅ ختم شوی دی که تاسو راته لږې  پيسې راکړئ نو زۀ چې خپل کلي ته ورسيږم ستا لخوا به يې صدقه کړم ځکه چې په خپل کلي کښې غريب نۀ يم، خو اوس راسره څۀ نشته. امام يوې کوټې ته ننوت، دوه سوه ديناره يې راواخستل او له وره ور اخوا يې لاس راووويستلو او وې فرمايل دا دوه سوه ديناره واخله او خرچه پرې برابره کړه. او ضروري نۀ ده چې زما لخوا يې صدقه کړې. سړي دينارونه واخستل او لاړو. امام له کوټې راووتلو، تپوس مو ترې وکړو چې ولې مو له کوټې دننه څخه دوي ته پيسې ورکړې وې فرمايل: ددې لپاره چې د سوال او حاجت شرم او پيکه والي يې په سترګو کښې ونۀ وينم.

پاکو امامانو به يوازې د خلې په ذريعه د خلقو لارښوونه نۀ کوله بلکې په خپل سلوک او عمل سره به يې هم خلق د هغوي غلطيو ته متوجي کول او سمې لارې ته به يې رابلل.

د امام يو ملګري سليمان جعفري وايي: يوه ورځ له امام سره د هغۀ کور ته لاړم، ماښام مهال ؤ د امام خدمتګاران د يوې ودانۍ په جوړولو مشغول وؤ. امام پکښې يو نوی سړی وليدۀ او وې پوښتل دا څوک دی؟ عرض يې وکړ څوک مسافر دی له مونږ سره مرسته کوي بيا به يو څۀ ورکړو. وې فرمايل: مزدوري مو ورته معلومه کړې او ټاکلې ده؟ وې ويل: نه! هر څۀ چې مو ورکړل قبلوي يې. امام غصه شو ما ورته وويل له تا ځار شم خفه کيږه مه. وې فرمايل: ما دوي ته ډير ځله ويلي دي چې تر څو مو چا ته مزدوري او پيسې معلومې کړې نۀ وي، په کار يې مۀ لګوئ. څوک چې بې له تړونه او معلومې مزدورۍ کار کوي که درې چنده مزدوري هم ورکړې خيال به کوي چې پيسې دې کمې ورکړي دي او که تړون ورسره وکړې او ټاکلې مزدوري ورکړې نو خوشحاله به شي چې په خپلې ژمنې دې عمل کړی دی او که له معلومې مزدورۍ لږ څۀ زياتې ورکړې نو که لږې هم وي ډير خوشحاليږي او منندوي به وي چې زياتې دې ورکړي دي.


امام رضا عليه السلام او د وخت حکومت
د امام رضا عليه سلام د امامت په وخت د هارون الرشيد او د هغۀ د دوؤ زامنو امين او مامون حکومت ؤ يعني لس کاله د هارون د حکومت ورستي کالونه او پنځۀ پنځۀ کاله د مامون او امين حکومت.

امام رضا عليه سلام د امام موسی کاظم عليه السلام له شهادته ورسته خپل امامت او بلنه څرګنده کړه او په بې باکۍ سره يې د امت لارښونه پيل کړه. د هارون په وخت کښې سياسي فضا دومره خرابه او سا ډوبونکې وه چې حتی د امام ځنې نزدې ملګري ددې بې پروايۍ په وجه د امام د سر او ژوند انديښمن وو.

 محمد بن سنان وايي: د هارون د حکومت په دوران کښې مې امام رضا عليه سلام ته عرض وکړو تاسو خپل امت څرګند کړی دی او د خپل پلار په ځاي ناست يې، حال دا چې د هارون له تورې وينې څاڅي. وې فرمايل: کوم څيز چې زۀ په دې کار کښې بې باکه کړي يم، د پيغمبر خبره ده چې وې فرمايل: که ابو جهل زما له سره يو ويښتۀ هم کم کړو نوګواه اوسئ چې زۀ پيغمبر نۀ يم. وايم چې که هارون زما له سره يو ويښتۀ هم کم کړو نو زۀ امام نۀ يم. همداسې وشوه څنګه چې امام  فرمايل ځکه چې هارون ته دا فرصت هډو په لاس ورنرغی چې امام ته خطره پيښه کړي او بالاخره هارون د ايران په ختيځ کښې د هلو ګلو په وجه له خپلو سپايانو سره خراسان ته په تګ مجبوره شو. په لاره کښې ناروغه شو او د هجرت په 193 کال په طوس کښې مړ شو.

 له هارونه ورسته د امين او مامون ترمينځ په ګدۍ باندې سخت اختلاف شو، هارون له ځانه وروسته امين د خلافت لپاره ټاکلی ؤ، او له هغۀ يې ژمنه اخستې وه چې له ځانه وروسته مامون خليفه کړي او د امين د خلافت په وخت به د خراسان صوبې حکومت هم د مامون په لاس کښې وي خو امين د هارون له مرګه وروسته د هجرت په يو سل څلور نويم کال کښې مامون له ولي عهدۍ لرې کړو او خپل ځوې موسی يې ددې مقام لپاره نامزد کړو[3]. غرض دا چې د امين او مامون ترمينځ له سختو جګړو وروسته امين د هجرت په يو سل اتۀ نويم کال  کښې ووژل شو او مامون خليفه شو.امام رضا عليه سلام په دغه موده کښې د خلافت د دربار له جګړو استفاده وکړه او په سوړ او مطمئن زړۀ سره يې د خپلو منونکو ښوونه او روزنه وکړه.

مامون له ټولو عباسي خليفه ګانو وښيار او مکار ؤ، سبق يې ويلی ؤ او له فقې او نورو علومو خبر ؤ او کله کله به يې مناظرې هم کولې. البته د هغه وخت په مروجو علومو باندې د هغۀ پوهه هم د هغۀ د انساني ضد سياستونو په پرمختيا کښې مرستندوې وه. په دين او اسلام هيڅ پابند نۀ ؤ او په عياشۍ او فسق و فجور کښې يې له نورو خليفه ګانو هيڅ کم نۀ لرل. البته د نورو خليفه ګانو په نسبت به يې په احتياط سره ګام پورته کولو او په چل ول او دوکې سره به يې خلق غولول، د خپل حکومت د بنيادونو د غښتلتيا لپاره به کله کله فقهاوو سره هم کښيناستو او ديني بحثونه به يې هم کول.

له قاضي يحي بن اکثم سره (چې يو رذيل او پليت سړي ؤ) د مامون دوستي د هغۀ په فاسقيدا ښۀ دليل دي يحي بن اکثم داسې سړی ؤ چې په ټولنه کښې په دومره بدو او سپکو کارونو مشهور ؤ چې قلم يې هم له ليکلو شرميږي او مامون ورسره د نشو او تماشو يار ؤ او تر دې افسوسناکه دا چې هغه يې د اسلامي امت لويې قاضي وګمارولو او د حکومت په چارو کښې به يې هم ورسره مشورې کولې.

 په هر حال د مامون په زمانه کښې په ظاهره علم او تعليم خپريدۀ، پوهانو او محققانو ته به د خلافت مرکز ته د ورتللو بلنې ورکيدې او هغه انعامونه چې مامون پوهانو او عالمانو ته ورکول د هغۀ په لور د محققانو او پوهانو د ورماتيدو سبب شول.بحثونه او مناظرې به کيدې او د علمي مذاکرو بازار ګرم ؤ.

 پر دې سربيره مامون کوشش کوؤ چې په ځينو کارونو سره د امام ملګري او منوونکي ځانته راکاږي اصولاً مامون د هارون په جرمونو غلطو کارونو ظلمونو او د خلقو په روحيې باندې د هغوي ناوړه اثراتو ته په پام سره هڅه کوله چې د بلوا او پاڅون فضا ختمه کړي او خلق خوشحاله وساتي چې د خلافت ګدۍ يې له لاسه ونۀ اوځي نو د حالاتو تقاضه وه چې خلق خوشحاله کړي او داسې وښئ چې د خلقو د چارو په سمولو مشغول دی او له نورو خليفه ګانو سره توپير لري.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
[1]. اعلام الوري ص302   قاموس الرجال ج  11
[2]. يعني د مياشتې د لومړي زيارت د ورځې او د مياشتې په منځ کښې د شورو ورځې او دمياشتې د ورستي زيارت يا پنجشبې په ورځ.
[3]  . تاريح ابن اثير  ج 6  ص  227


  خبرگزاری افغان ایرکا

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.