Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65023
تاریخ انتشار : شنبه 14 چنګاښ 1399 ساعت : 22:53:29

دافغان ولسمشر ځانګړی استازی یوسف غضنفر دکورونا له امله وفات شو

افغان ولسمشر غني د محمدیوسف غضنفر په مړینه ژوره خوشیني څرګنده کړې ده

د افغان رسندویو له راپور سره سم د  اقتصادي او سوداګري ودې او د بېوزلۍ د کمولو په چارو کې د افغانستان د ولسمشر محمداشرف غني ځانګړی استازی محمدیوسف غضفر په کورونا وایرس ومړ.

د ارګ سرچینو د ښاغلي غضنفرمړینه تایید کړه.

افغان ولسمشر غني د محمدیوسف غضنفر په مړینه ژوره خوشیني څرګنده کړې ده.

نوموړی د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د اشرف غني د ټیم کلک ملاتړی و.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له لوري ویل شوي « ارواښاد محمد یوسف غضنفر حلیم، خیرخواه، ولسي او ملي شخصیت و چې په متحد افغانستان یې باور درلود او تل یې د خپلو خلکو د خیر او کامیابۍ لپاره هڅې کولې. د هغه مړینه د هیواد او نظام لپاره یوه لویه ضایعه ده.

یوسف غنضنفر په ۱۳۴۴ لمریز کال په بلخ ولایت کې زېږېدلی او د ولسي جرګې په پنځلسمه دوره کې یې د بلخ د خلکو استازیتوب کړی دی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.