Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65025
تاریخ انتشار : شنبه 14 چنګاښ 1399 ساعت : 22:55:46

صلاح الدین رباني د جمعیت ګوند له مشرۍ ګوښه شو

زمونږخبریال وايي له څه مودې راهیسې، جمعیت اسلامي ګوند کې د لوړې کچې اختلافاتو له امله صلاح الدین رباني او عطاء محمد نور د یو بل پر ضد شوي وو

تازه د افغانستان جمعیت اسلامي ګوند د مشرتابه شورا غړو په یوه بې ساري ګام کې د دغه ګوند مشر صلاح الدین رباني له دندې ګوښه کړی.

 د جمعیت ګوند اجراییه رییس عطاء محمد نور د دغه ګام موخه د ګوند د وېش مخنیوی، ناسم مدیریت او د دغه ګوند د کنګرې نه ترسره کېدل یادوي.

عطاء محمد نور ویلي، ښاغلی رباني د دوو میاشتو لپاره لنډمهالی سرپرست ټاکل شوی و، خو په وینا یې خپله سرپرستي یې ۹ کاله وغځوله :

"کله چې موږ ښاغلی رباني د دوو میاشتو لپاره د ګوند سرپرست وټاکه، بیا یې یوځل هم د کنګرې د جوړولو لپاره، چې په هغه کې ټول مهم غړي راټول شوي وي او د جمعیت ګوند او د ګوند د مشرتابه شورا مشروعیت ترلاسه کړي،صلاح الدین  رباني   په دې اړه هېڅ ګام وانخیست او هې‍څ نیت یې ونه ښود."

ښاغلی نور د جمعیت ګوند د مشر په توګه د صلاح الدین رباني ۹ کاله سرپرستي له زغم او حوصلې وتلې بولي او ټينګار کوي چې نور هغه د جمعیت ګوند د مشر په توګه رسمیت نه لري.

ښاغلي عطاء وویل، د جمعیت ګوند صلاح الدین رباني په خپل انحصار کې اخیستی وو چې په وینا یې د جمعیت لپاره یې هېڅ خدمت نه دی کړی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.