Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65026
تاریخ انتشار : شنبه 14 چنګاښ 1399 ساعت : 22:57:24

د ناټو ملکي استازی: د طالبانو تاوتریخوالي د سولې مذاکراتو پیل ځنډولی

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی وايي چې د طالبانو له لوري د بریدونو دوام او تاوتریخوالي ډېروالي د سولې خبرو اترو پیل ځنډولی او باید پای ته یې ورسوي.

د ناټو ملکي استازي سټیفانو پونټیکورو په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې دغه خبرې یې په بروکسېل کې د ناټو له سرمنشي ینس‌سټولټنبرګ، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان سکاټ مېلر او د دغه سازمان له یوشمېر نورو چارواکو سره کړې دي.

نوموړي ویلي چې طالبان باید د سولې خبرو اترو د پیل لپاره تاوتریخوالی پای ته ورسوي. هغه په یاده غونډه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

د ناټو ملکي استازی داسې مهال له طالبانو د تاوتریخوالي پای ته رسولو غوښتنه کوي چې دې ډلې په وروستۍ میاشتې کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو او ملکیانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر تر دې مخکې ویلي و چې د روان کال د جوزا میاشتې وروستۍ اوونۍ په تېرو ۱۹ کلونو کې تر ټولو خونړۍ اوونۍ وه.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.