Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65031
تاریخ انتشار : دوشنبه 16 چنګاښ 1399 ساعت : 23:42:02

په قبرس کې د اسراېیلو په ضد مظاهرې

د اسرائیلو له خوا د اردن د سیند د لوېدیځي غاړي د لاندې کېدو د طرحې په وړاندې د قبرس په پلازمینه کې مظاهرې وشوې.

د وفا خبري اژانس په حواله، د صهیونیستي رژیم له خوا د اردن د لویدیځي غاړې د لاندې کېدو د طرحې په وړاندې د قبرس په پلازمینه نیکوزیا کې د دې رژیم د سفارت مخي ته خلګو مظاهرې وکړې.

هغوی د فلسطیني بیرغ په اوچتولو سره د دې رژیم د سفارت مخي ته راټول شوي وه او د اسرائیل د جعلي رژیم له خوا د فلسطیني سیمو د اشغال غندنه وکړه.

مظاهره چیانو د دغه جنایتکاره رژیم سره په مخالفت کې شعارونه ورکول.

دا په داسي حال کې دی چي د امریکا له د پېړۍ د شرموونکې معاملې پر بنیاد د اسرائیلو نیواک ګر رژیم غوښتل چي د اردن د سیند د لویدیځې غاړې ځمکې لاندې کړي. په داسي حال کې چي دغه سیمه د فلسطین خاوره بلل کیږي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.