Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65086
تاریخ انتشار : يکشنبه 29 چنګاښ 1399 ساعت : 17:54:02

غور کې یوې نجلۍ او د هغې ورور دوه طالبان وژلي

د غور ولایت په تیوره ولسوالۍ کې یوې ۱۵ کلنې نجلۍ او ۱۲ کلن ورور يې دوه طالبان وژلي او د دغه ولایت د طالبانو د استخباراتو د مرستيال په ګډون یې درې نور ټپیان کړي.

د غور ولایت د تیورې ولسوالۍ ولسوال محمد رفیق اعلم خامه پرس ته وویل، وسله‌والو طالبانو دوه ورځې وړاندې د یادې ولسوالي په ګریوه کلي کې د سیمه‌ییزو پولیسو د یو قومندان پر کور بريد کړی وو او د سیمه‌ییزو پولیسو قومندان ارباب شاه‌ګل، د هغه مېرمن او يو بل سيمه‌ييز پوليس يې وژلي وو.

نوموړي زیاته کړه، تر پېښې وروسته د دې قومندان ۱۵ کلنې لور او ۱۲ کلن زوی د پلار له وسلې په ګټنې پر طالبانو ډزې کړې، دوه طالبان يې وژلي او د دې ولايت لپاره د طالبانو د استخباراتي مسوول د مرستيال په ګډون يې درې نور طالبان ټپيان کړي دي.

وسله‌والو طالبانو تر دې مهاله په دې تړاو کومه تبصره نه ده کړې.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.