Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65093
تاریخ انتشار : دوشنبه 30 چنګاښ 1399 ساعت : 18:11:01

هند کې پر نجلۍ جنسي تېري سخت اعتراضونه پارولي

د هند په لوېدیځ بنګال ایالت کې په یوې ۱۳ کلنې نجلۍ جنسي تېری شوی او وروسته وژل شوې. دې پېښې د خلکو سخت غبرګونونه راپارولي او پراخ لاريونونه يې پيل کړي دي.

لاریون کوونکو په تاوتریخوالي لاس پورې کړی او د پولیسو ګڼو موټرونو ته یې اور اچولی.

دا پېښه د هند په لوېدیځ بنګال ایالت د کالاګاج په سیمه کې رامنځته شوې.

یوه لاریون کوونکي اشیم کومار رسنیو ته ویلي: دغه ۱۳ کلنه نجلۍ تېره شپه د خپل کور له مخې تښتول شوې، لومړی پرې جنسي تېری شوی او وروسته وژل شوې. یوه ورځ وروسته يې له کوره یو کيلو مټر لرې جسد موندل شوی. که دولت په یاده پېښه کې ښکېل کسان و نه نیول، موږ به په ټول هیواد کې لاریونونه پیل کړو.

هندوستان د نړۍ د هغه هېوادونو له ډلې دی چې ښځې پکې خوندي نه دي او وخت ناوخت له دغه ډول تاوتريخوالي سره مخ کېږي.

د دې هېواد د بشر حقونو فعالان وايي، د دې تاوتريخوالي په ډېری پېښو کې پر ښکېلو کسانو قانون په سمه توګه نه پلی کېږي.

د هندي حکومت د رسمي شمېرو له مخې يوازې په ۲۰۱۸ کال کې په هرو ۱۵ دقیقو کې په دغه هېواد کې یو جنسي تېری شوی دی.

د دې شمېرو پر بنسټ په دې کال کې د جنسي تېري ۳۴ زره پېښې ثبت شوې، ۸۵ سلنه يې په رسمي ډول په محاکمو کې ثبت شوې او ۲۷ سلنه مجرمينو ته سزا ورکړل شوې.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.