Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65094
تاریخ انتشار : چهار شنبه 1 زمری 1399 ساعت : 17:19:07

د عراق د کورني وحدت او انسجام او د ځکمنې بشپړتیا په ساتلو د اسلامي انقلاب د مشر ټینګار

ایران د بغداد د داخلي کوټلتیا ، وحدت او د ځمکنۍ بشپړتیا په ساتلو سره د عزتمند عراق غوښتونکی دی .

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی امام خامنه اي پرون مازیګر په تهران کښې د عراق له لومړي وزیر مصطفی الکاظمي سره په کتنې کښې په دې خبرې سره ټینګار وکړ هغه څه چې په دوه اړخیزه اړیکو کښې د ایران د  اسلامي جمهوریت لپاره اهمیت لري په عراق کښې د شرایطو ښه کیدل ، سیمه ییز اقتدار ، عزت ، امنیت او ګټې دي .

هغه حضرت دغه راز په دې خبرې سره چې د عراق په هکله د امریکا لیدتوګي د ایران په مقابل کښې ولاړې دي وویل ایران له امریکا سره د عراق د اړیکو په هکله لاسوهنه نه کوي خو تهران هیله لري دوست هیواد عراق  امریکا وپیژندي او پوه شي چې په هر هیواد کښې د امریکا شتون د فساد ، د  ورانۍ او د ویرانۍ سرچینه دی .

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی امام خامنه اي د عراق له لومړي وزیر مصطفی الکاظمي سره په کتنې کښې په دوو (۲) مهمو او ستراتيژیکو مسلو ټینګار وکړ .

دغه وینا له یوې(۱) خوا په دښمن پیژندنې او په سیمه کښې د امریکا په ښکاره او پټو هدفونو ټینګار لري او له بلې خوا په روښانه توګه د عراق د خلکو په حقیقي غوښتنې او داخلي ظرفیتونو باندې په تکیې سره په  دسیسو او مشکلاتو باندې د غلبې لاره بیانوي .

حضرت ایت الله امام خامنه اي د دغه موضوع د اهمیت په بیانولو کښې دیني مرجعیت په تیره بیا ایت الله سیستاني د عراق لپاره یو(۱) ستر نعمت وباله او جوته یې کړه حشد العشبي ځواک په عراق کښې یو (۱)بل  ستر نعمت دی او باید هغه وساتل شي .

امریکا په ۲۰۰۱ میلادي کال کښې له القاعده ډلې سره د مبارزې په پلمه یعني هماغه ترهګره ډله چې د امریکا اوسني ولسمشر ټرمپ او پخوانې خارجه وزیرې هیلاري کلینټن اعتراف کړی دی واشنګټن رامینځته کړي ده سیمه له نا کنټرولیدونکي ناامنۍ او ترهګرۍ سره ښکیله کړه او د القاعده ډلې له متن څخه یې داعش او نورې په لسګونو ترهګرې ډلې رامینځته کړې .

امریکا په اوسنیو شرایطو کښې هم د نویو ماجرا غوښتنو هڅه کوي چې په سیمه کښې د جنګونو او د کړکیچونو په رامینځته کولو کښې د ولسمشر ټرمپ له رول څخه د خلکو پام بلې خوا ته واړوي .

امریکا په دغو کلونو کښې خپلو هدفونو ته د رسیدا لپاره هرډول جنایتونه ترسره کړي دي .

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی امام خامنه اي د ډګرجنرال شهید قاسم سلیماني او د شهید ابو مهدي المهندس په ټرور کښې د امریکا جنایت د  واشنګټن  د شتون د نتیجې یوه (۱) بیلګه وبلله او ټینګار یې وکړ د ایران اسلامي جمهوریت به هیڅکله دغه موضوع هیره نکړي او په پریکنده توګه به امریکا ته متقابل ګوزار ورکړي .

امریکا د روان میلادي کال د جنورۍ په دریمه (۳) نیټه په ترهګر اقدام کښې د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان ډګر جنرال قاسم سلیماني او د هغه د یوشمیر نورو ملګرو په شهیدولو سره چې د عراق د حکومت په رسمي بلنه یې دغه هیواد ته سفر کړی و یوځل بیا وښودله چې د امریکا حقیقي هدف د سیمې ناامنه کول او په سیمه کښې د ترهګرو ډلو د فعالیت لپاره د فرصت رامینځته کول دي .

حقیقت دا دی چې دښمانانو د ګاونډیو هیوادونو او د ایران ترمینځ له ښو اړیکو او پیوستون څخه تل څپیړه خوړلي ده.

نن سبا د سیمې شرایط او سیاسي او پوځي معادلات بدل شوي دي او ملتونه او له ملتونو څخه رامینځته شوي حکومتونه په سیمه کښې د امریکا له شرارت څخه ډک شتون نه زغمي .

له همدې کبله دي چې د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله  العظمی سید علي خامنه اي د عراق لومړي وزیر مصطفی الکاظمي ته وویل د ایران  اسلامي جمهوریت هیله لري د امریکا د ایستلو لپاره د عراق د ملت د حکومت او د پارلمان فیصله تعقیب شي ځکه چې د امریکا شتون د ناامنۍ سبب دی .

هماغه ډول چې د عراق لومړي وزیر مصطفی الکاظمي هم د ایران د اسلامي انقلاب له ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي سره په کتنې کښې وویل د عراق خلک به هیڅکله د ایران ملاتړونه هیر نکړي او حقیقت دا دی چې له تکفیریانو سره په جنګ کښې د ایران او د عراق د خلکو وینه  له یوبل سره یوځاې شوي ده .

 د دغو لیدتوګو او کړچارونو بیانول د دې ښودنه کوي چې د ایران او د عراق اړیکې په دریو(۳) ستراتيژیکو اصلونو یعني  ګډ امنیت ، سیاسي او اقتصادي ملګرتیا او په دیني ګډولو باندې په  تکیې  کولو ولاړ دی .

له دې  کبله هغه څه چې د ایران او د عراق په اړیکو کښې اهمیت لري د ستراتیژیکو ګټو دساتلو لپاره هڅه او له ګډو ګواښونو سره مقابله کول دي چې د سیمې له نورو هیوادونو سره د ملګرتیاو د پراختیا لپاره په یوې (۱) بیلګې بدلیدلی شي .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.