Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65098
تاریخ انتشار : چهار شنبه 1 زمری 1399 ساعت : 17:24:58

د کورونا د ۱۱۲ تازه پېښو ثبت؛ په ۲۴ ساعتونو کې ۴ ناروغان مړه شوي

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې یې د کورونا ۳۷۷ شکمنې پېښې کتلي چې له ډلې یې په ۸ ولایتونو کې د ۱۱۲ هغو پایلې مثبتې ختلې دي.

د دغه وزارت په وینا، په یاده موده کې پر کورونا ۱۶۸ ناروغان بېرته ښه شوي او ۴ نور مړه شوي دي.

د تازه شمېرو په ثبت سره په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۳۵ زره ۷۲۷ ته رسېدلی دی.

د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، تر اوسه ټول‌ټال ۲۳ زره او ۹۰۷ کسان چې پر کورونا ویروس اخته وو، بېرته روغ شوي او ۱۱۹۰ نور مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه په نړۍ کې له ۱۵ میلیونه او ۹۹ زرو نه ډېر کسان پر کورونا اخته شوي چې له ډلې یې له ۶۱۹ زرو نه ډېرو هغو خپل ژوند بایللی او له ۹ میلیونه او ۱۱۶ زرو نه ډېر یې بېرته روغ شوي دي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.