Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65100
تاریخ انتشار : سه شنبه 7 زمری 1399 ساعت : 22:03:05

د افغانستان ډیری خصوصي کمپنۍ د ملي ارزښتونو خلاف دي

د سرچینې په خبره طالبانو ویلي چې ځیني یاد شوي بنسټونه د افغانستان د ملي ارزښتونو خلاف دي چې باید دوی یې تر خپل څار لاندې راولي.

روسیي رسنۍ ار ټي وايي د طالبانو د رهبرۍ شورا تازه پرېکړه کړې چې په ټول افغانستان کې باید خصوصي کمپنۍ، موسسې، انجیوګانې او شرکتونه د دوی تر نفوذ او اغیزې لاندې وي.

د سرچینې په خبره طالبانو ویلي چې ځیني یاد شوي بنسټونه د افغانستان د ملي ارزښتونو خلاف دي چې باید دوی یې تر خپل څار لاندې راولي.

دغې روسي رسنۍ خبر ورکړی چې طالبان غواړي د افغانستان ډیری موسسات او خصوصي کمپنۍ ورسره ثبت او راجستر شي او د دوی تر امر لاندې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

د راپورونو له مخې طالبانو تر دې وړاندې هم ځینو کمپنیو او شرکتونو ته خبرداری ورکړی وو او ګواښلي یې وو.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.