Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65104
تاریخ انتشار : سه شنبه 7 زمری 1399 ساعت : 22:08:11

د افغانستان، پاکستان ،چین اونیپال خارجه وزیرانوڅلوراړخیزه غونډه وکړه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په دغه غونډه کې د څلور واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو په پیاوړتیا سربېره د روغتیایی او اقتصادي همکاریو په لا پراختیا ، په افغانستان کې د بشردوستانه اوربند پر تامینولو ټینګار وکړ.

د افغانستان په ګډون څلورو هېوادونو د ویډیو کنفرانس له لارې د سیمې پر روان وضعیت خبري وکړې.

د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي په دغه آنلاین کنفرانس کې د افغانستان، چین، پاکستان او نیپال هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو برخه اخیستې وه.

د یادو څلور واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په سیمه کې د روان وضعیت تر څنګ د کورونا پر وړاندې په مبارزه او اقتصادي همکاریو خبرې کړې دي.

چین په دغه غونډه کې ژمنه وکړه چې دوی له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره د اقتصادي پراختیا او کورونا ویروس پر وړاندې مبارزه کې همکاري کوي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر دغه راز په سیمه کې د اقتصادي فعالیتونو پر بیا پیلېدو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې په دې سره به د کورونا ویروس منفي اغیزې راکمې شي.

په ورته مهال د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په دغه غونډه کې د څلور واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو په پیاوړتیا سربېره د روغتیایی او اقتصادي همکاریو په لا پراختیا ، په افغانستان کې د بشردوستانه اوربند پر تامینولو ټینګار وکړ.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.