Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65109
تاریخ انتشار : پنج شنبه 9 زمری 1399 ساعت : 19:54:41

د طالبانو له لوری د افغان زنداني سرتېرو خوشي کېدا

طالبان وایی اته ویشت نور زندانی افغان سرتیری یی په لوګراو بغلان ولایتونو کی خوشی کړیدی

په افغانستان کې زموږ د خبریال د راپور سره سم دقطر په پلازمینه دوحه کی د طالبانو دسیاسی دفتر ویاند سهیل شاهین ویلی چی دوی نور اته ویشت زندانی سرتیری په لوګر او بغلان ولایتونوکی خوشې کړي او خپلو کورنیو ته یی استولي دي. دغه طالب ویاند ویلي چې دطالبانو مشرتابه حاضر دي د ښه نیت له مخی داختر تر لومړۍ شپې دزرو تنو زندانی امنیتی سرتیرو له ډلی پاتی زندانیان هم خوشی کړي او داختر له رخصتیو وروسته له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کینی خو سهیل شاهین زیاته کړی چی له مقابل لوري هم د ورته عمل غوښتنه کوي او هیله لری چی هغوی به هم د دوحی دتړون سره سم چی له امریکا سره شوی د پنځه زره طالب زندانیانو له ډلی پاتی زندانیان تر اختر وړاندی  وړاندی راخوشی کړي.دافغانستان جمهور ریس محمد اشرف غنی پرتخ له دی چی کره نیټه یی په ډاګه کړي ویلی چی زر به پاتی طالب بندیان ورخوشی کړي طالبان دا وړاندیز داسی مهال کوی چی دافغان سولی په پروسه کی د امریکا ځانګړی استازی دامهال په کابل کی له اففان چارواکوسره په خبرو بوخت دی


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.