Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65110
تاریخ انتشار : پنج شنبه 9 زمری 1399 ساعت : 19:56:09

حامد کرزی: په افغانستان کې د سولې پروسې پر وړاندې عمداً خنډونه جوړیږي

د افغانستان بخوانی ولسمشر وایي چي په دې هیواد کې د بهرنیانو له خوا په عمدي توګه د سولي د خبرو اترو په وړاندې خنډونه رامینځ ته کیږي.

حامد کرزي د لوی اختر په مناسبت خپاره کړي پیغام کې ویلي سره له دې چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت او جګړې پای ته رسیدو لپاره په شدت سره هڅې روانې دي خو پروړاندې یې خنډونه هم جوړیږي چې قیمت یې د افغانستان خلک ورکوي.

کرزی وایي دغه منفي هڅې ناکامه دي او افغانان به هرو مرو سولې ته رسیږي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په دې هیواد کې د دیني علماوو د وژل کېدو وروستیو پېښو ته په اشارې ویلي چې د سولې په تړاو د هغوی غږ به خاموش پاتې نه شي خو پر ښکېلو افغاني لوریو یې غږ کړی، څو اوربند تمدید کړي، له پاروونکو او سولې ضد څرګندونو څخه ډډه وکړي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.