Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65113
تاریخ انتشار : جمعه 10 زمری 1399 ساعت : 16:40:28

اشرف غني :د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانوخوشې کولو په اړه به لویه جرګه فیصله کوي

افغان ولسمشر یوځل بیا د طالبانو له لوري د شوي درې ورځني اوربند هرکلی وکړ او له طالبانو یې وغوښتل څو د خپل مذاکراتي ټیم سره ژر بین الافغاني خبرو ته حاضر شي.

د طلوع نیوز له راپور سره سم افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن په ارګ کې د لوی اخترلمونځ له ادا کولو وروسته په خپلو خبرو کې وویلې،چې افغان حکومت  د طالبانو ۴۶۰۰ بندیان خوشې کړيٍ دي.

هغه  زیاته کړه د پاتې څلورسوه بندیانو د خوشې کولو په اړه به مشورتي لویه جرګه فیصله کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې وسله والوطالبانو تېره ورځ ویلي وو، چې په زابل کې ۲۰ په فراه کې ۱۷نیمروز کې ۷ هرات کې ۲۰ او په غور ولایت کې ۱۲ تنه حکومتي‌ زندانیان خوشي‌ کړل او په دې سره یې د حکومتي زندانیانو د خلاصون پروسه بشپړه کړې ده.

افغان ولسمشر دغه راز په خپلو خبرو کې د ملي شورا له غړو هم غوښتنه وکړه څو د لویې جرګې د دایرولو په خاطردې له خپلو رخصتیو تېر شي او کابل ته راستانه شي.

هغه په ټینګار سره وویلې، چې دوی به ژر لویه مشورتي لویه جرګه جوړه او د طالب زندانیانو په اړه به پریکړه وکړي.

افغان ولسمشر یوځل بیا د طالبانو له لوري د شوي درې ورځني اوربند هرکلی وکړ او له طالبانو یې وغوښتل څو د خپل مذاکراتي ټیم سره ژر بین الافغاني خبرو ته حاضر شي.

طالبانو ویلی دی چی د اشرف غنی له لوری د دغې ډلې د ټولو بندیانو په خوشی کیدا سره د افغانانو ترمینځ د سولې خبرې پیل شی .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.