Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65114
تاریخ انتشار : جمعه 10 زمری 1399 ساعت : 16:42:43

امام خامنه‌ای: ایرانی ملت پرضد د امریکا بایکاټونه جنایت دې

د رهبرۍ ستر مقام له بایکاټونو د دښمن هدفونه ، لنډ مهاله ، مینځ مهاله او اوږدمهاله وبلل او ویې فرمایل لنډ مهاله هدف د ایرانی ملت تر پوزې راوستل دی .

د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت ا... العظمی امام خامنه ای د لوی اختر په ورځ په خپلو ویناو کې وفرمایل د امریکا بایکاټونه په ظاهره کې د اسلامی جمهوریت د نظام پرضد دي خو په حقیقت کې د ایرانی ملت پرضد او یو جنایت دې .

د رهبرۍ ستر مقام په خپلې ټیلی ویژیونی وینا کی د ستر اختر د مبارکی په وړاندی کولو سره د سلامت او خدمت د مجاهدانو په تیره بیا د کرونا ویروس په وبا کې د ایران د درملیز کادر له هلوځلو قدرونه وکړه .

د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت ا... العظمی امام خامنه ای وفرمایل نن درسته دنیا له دغې ناروغۍ سره مخامخ ده ، شاید په ډیرو ځایونو کې داسې کسان وي چی له خلکو سره مرستې کوي خو فکر مه کوم په هیځ ځای کی د ګران ایران په شان  د خلکو د مرستې لپاره دومره زیات خلک په ډګر کې وي .

د رهبرۍ ستر مقام همداراز وفرمایل د کرونا ناروغۍ په خپریدا کی یوشمیر کسانو ډیر تاوانونه ولیدل او دا باید جبران شي ، ټول بار او بوج د حکومت په اوګو نشو اچولې ، هغو هم دندې لري چی باید ترسره کړی خو کافی ندي او پخپله خلک هم مرسته کولای شي .

هغوی همداراز د ایران پرضد د امریکا بایکاټونو ته اشاره وکړه او هغه یې ستر جنایت وباله چی د یوه ملت پرضد کارول شوی دې .

د رهبرۍ ستر مقام له بایکاټونو د دښمن هدفونه  ، لنډ مهاله ، مینځ مهاله او اوږدمهاله وبلل  او ویې فرمایل  لنډ مهاله هدف د ایرانی ملت تر پوزې راوستل دی .

حضرت ایت ا... امام خامنه ای ټینګار وکړ ، مینځ مهاله هدف د ایران د علمی پرمختګ مخنیوې دې او اوږدمهاله هدف د ایران د حکومت ، هیواد او اقتصاد له دړې وړې کیدا او ماتې سره مخامخول دی .

دانقلاب معظم لارښود زیاته کړه له بایکاټ سره سم د حقایقو د اپوټه ښودلو او تحریفولو بهیر هم شته . که د تحریف بهیر ماته وخوری نو بایکاټ هم ماته خوری ځکه چی ډګر د ارادو د جنګ دې .

د رهبري ستر مقام د دې پوښتنې په مطرحولو سره چی ایا بایکاټ د درملنې دې ؟ جوته کړه په پریکنده توګه د درملنې دې ، دا درملنه نده چی مونږه د امریکا په وړاندې شاتګ وکړو ، د بایکاټ درمان یوازې په ملی وس تکیه ده .

د اسلامی انقلاب معظم لارښود د خپلو ویناو په بله برخه کی د خلکو معیشتی مشکل ته اشاره او ټینګار یې وکړ چی باید د ګرانۍ علاج وشی او هغه اقدامات چی باید په دې زمینه کی ترسره شي ، له ولسمشر او مسولانو سره خبرې اترې شوی دي .

د رهبرۍ ستر مقام  همداراز په امریکا کی روانو وروستیو پیښو ته هم اشاره وکړه او ویې فرمایل دغه روانې پیښې  ایرو لاندې اور په شان دي چی اوس یې لمبه کړی ده  ، که هغه وځپی نو بیا به لمبه وکړی  او د امریکا اوسنې نظام له مینځه وړی  ځکه چی د دغه نظام سیاسی او اقتصادی فلسفه غلطه او په نابودۍ محکومه ده.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.