Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65116
تاریخ انتشار : سه شنبه 14 زمری 1399 ساعت : 18:08:04

مایک پمپئو او عبدالغنی برادر خبرې وکړې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو او د طالبانو ډلې سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ویډیو کانفرنس له لارې خبرې وکړې .

په قطر کښې د طالبانو ډلې د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وویل د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو او د طالبانو سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر د بین الافغاني خبرو اترو د پیلیدا ، د بندیانو د خوشي کولو  او د هیواد د روان حالت په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه .

دغه خبرې په داسې حال کښې شوي دي چې تراوسه د بین الافغاني خبرو اترو د پیلیدا لپاره نیټه نه ده ټاکل شوي .

د طالبانو د بندیانو خوشي کول د بین الافغاني خبرو اترو د له سره پیلولو لپاره د دغه ډلې یو (۱)مهم شرط دی .

ټاکل شوي ده چې د طالبانو د څلور سوه (۴۰۰) بندیانو د برخلیک په هکله د فیصلې د غوره کولو په هدف سره په راتلونکي جمعې ورځ د افغانستان د سولې مشورتي لویه جرګه جوړه شي .

امریکا چې له طالبانو سره د سولې د موافقې په چوکاټ کښې د بین الافغاني خبرو اترو له پیلیدا مخکې د دغه ډلې د ټولو بندیانو د خوشي کولو په ژمنې سره د افغانستان د ملي پخلاینې پروګرام ته غوټه اچولي ده هڅه کوي ځان په دغه هیواد کښې دجنګ له جبۍ څخه وژغوري .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.