Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65118
تاریخ انتشار : سه شنبه 14 زمری 1399 ساعت : 18:10:04

ټرمپ: افغانستان کې خپل سرتېري ۴ زرو ته راکموو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، تیار دی چې په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شمېر ۴ زره ته راکم کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ له یوې امریکایي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، امریکا په افغانستان کې د سرتېرو کمولو ته ژمنه ده او په خبره یې په لومړي سر کې به د سرتېرو شمېر اتو زرو او وروسته څلور زرو ته راټيټ کړي.

ټرمپ ټینګار وکړ چې د سرتېرو د لا کمولو لپاره یې له چارواکو سره سلا مشورې روانې دي او ژر به یوې پایلې ته  ورسېږي.

هغه زیاته کړه، د امریکا تر ولسمشریزو ټاکنو چې څلور میاشتې وروسته تر سره کېږي په افغانستان کې به د ۴ او ۵ زرو تر منځ امریکایي سرتېرې حضور ولري.

 د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې له مخې امریکایي سرتيري باید په ۱۴ میاشتو کې له افغانستان ووزي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.