Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65119
تاریخ انتشار : سه شنبه 14 زمری 1399 ساعت : 18:10:51

تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۶ تنه په کرونا اخته شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۳۶ کسان په کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د وياند ډاکټر اکمل سمسور په خبره، په دې سره په افغانستان کې په کرونا وايروس د اخته شوو کسانو شمېر ۳۶ زره ۷۸۷ کسانو ته ورسېد.

نوموړي زياته کړه، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ناروغۍ له کبله هېڅوک نه دي مړه شوي، خو د نوموړي په خبره په ټوليز ډول تر دې مهاله په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ له کبله ۱۲۸۸ تنه مړه شوي دي.

د هغه په خبره، که څه هم اختر کې پر کرونا د اخته ناروغانو مراجعه روغتونونو ته نه ده زياته شوې خو ښايي په راتلونکو دوو اوونيو کې د کرونا ناروغۍ د زياتېدو نښې راڅرګندې شي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.