Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65120
تاریخ انتشار : سه شنبه 14 زمری 1399 ساعت : 18:12:49

هرات کې د یوه ملا د پیغمبري ادعا؛ پولیسو نیولی

د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحد ولي‌زاده سلام‌وطندار ته ویلي، هغه کس چې د پیغمبري دعوه یې کړې وه، بېګاه د دغه ولایت د نهمې امنیتي حوزې له اړوند سیمې نیول شوی دی.

د هرات د حج او اوقافو رییس عبدالخالق حقاني وايي چې یاد کس محمدزلمی نومېږي او د دغه ولایت د پښتون‌زرغون ولسوالي اوسېدونکی دی.

د حقاني په وینا، یاد کس مخکې د یوه جومات ملاامام و او درې کاله وړاندې یې هم د پیغمبري دعوه کړې وه، خو هغه مهال له خپل کاره پښېمانه و او توبه یې اېستلې وه.

نوموړی زیاتوي، د محمدزلمي له ادعا وروسته دوی ورسره مناظره لرله، خو «هغه چې ځان پیغمبر ګاڼه، مات شو او بېرته یې توبه واېستله.» حقاني وايي، محمدزلمي ویلي چې د وحې پرښته جبرايیل یې په خوب لیدلی او د پیغمبرۍ زېری یې ورکړی دی.

د هرات د حج او اوقافو رییس وايي، د یاد کس څرګندونو د خلکو احساسات راپارولي او اوس د پولیسو په نظارت کې دی.

محمدزلمی په یوه ویډیو کې چې پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې، د نبوت ادعا کوي او وايي چې د وروستۍ زمانې پیغمبر دی او هڅه به وکړي چې د خلکو عقیدې بدلې کړي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.