Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65122
تاریخ انتشار : سه شنبه 14 زمری 1399 ساعت : 18:15:04

پر ننګرهار زندان د برید څرنګوالی

پر ننګرهار زندان برید په یوه موټربم برید پیل او ورسره سم وسله‌وال له دوو لارو زندان ته دننه او په جګړه یې لاس پورې کړ.

ویل کېږي د بریدګرو یوه جوپه په هغو ړنګ شویو دېوالونو زندان ته وردننه شوي چې د بمونو په وسیله الوتي وو.

د چارواکیو له قوله، د برید پر مهال ننګرهار محبس کې د داعش او طالبانو ۱۷۹۳ بندیان وو چې اوس یې د سلګونو هغو د تېښتې او ورکېدو خبره کېږي.

که څه هم لوی درستیز یاسین ضیا ویلي، امنیتي ځواکونو پر زندان له بریدونو او جګړې سره هم‌مهاله له زرو ډېر هغه زندانیان بېرته نیولي چې د تېښتې هڅه یې کوله، خو ځینې حکومتي سرچینې وايي، د تښتېدلیو زندانیانو په نوم نیول شويو کې ګڼ‌شمېر بې‌ګناه خلک هم شامل دي.

هغه وايي، د دغه برید مهارولو ځکه ډېر وخت ونیو چې وسله‌والو د ولسي خلکو د کورونو تر څنګ، په یوې لوړ پوړیزې ودانۍ کې ځای نیولی و او دوی په احتیاط مخکې تګ کاوه.

د ننګرهار پر زندان برید کې یوولس بریدګر، دوه سرتېري، درې زندانیان او شل ملکي وګړي وژل شوي او شاوخوا پنځوس نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار ولایتي شورا وايي، پر دغه زندان برید د پاکستان د استخباراتي شبکې ای‌اېس‌ای په خوښه داعش ډلې د جیش محمد او القاعدې ډلې په مرسته کړی و.

د ولایتي شورا رییس احمدعلي حضرت وايي، پر ننګرهار زندان برید د داعش ډلې د استخباراتو تازه وژل شوي مشر اسدالله بارکزي پلان کړی و چې شاوخوا پنځلسو بریدګرو په‌کې برخه لرله.

هغه وايي، له حکومت سره د طالبانو د رایوځای کېدو او سولې په صورت کې هېواد کې د نورو وسله‌والو ډلو د تقویې هڅه روانه ده.

هاخوا یوې حکومتي سرچینې د نوم او غږ نه خپرولو په شرط سلام‌وطندار ته ویلي، د داعش ډلې د مهو بندي غړیو په شمول شاوخوا څلور سوه هغه بندیان له ننګرهار زندانه تښتېدلي چې لویې جرمې دوسیې یې لرلې.

خو د ننګرهار ولایتي اداره وايي، په دې برخه کې څېړنې روانې دي، څو مالومه کړي چې څومره زندانیان له زندانه تښتېدلي دي.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، تر اوسه له سلو د ډېرو بندیانو د ورکېدو راپور شته، خو په دې برخه کې حکومت ګډ کار پیل کړی، څو د بندیانو نوملړ چمتو او ورک یا تښتېدلي بندیان مالوم کړي.

خوږیاڼی وايي، حکومت پر محبس د برید هراړخیزه څېړنه کوي، هغه مسوولان چې خپلې دندې یې په سم ډول نه وي ترسره کړې، قانوني چلن به ورسره کېږي.

 له ننګرهار او کونړ داسې راپورونه هم رارسېدلي چې له زندانه تښتېدلیو بندیانو کې یو شمېر یې جنايي بندیان دي چې ځینې یې ان له هېواده په وتلو بریالي شوي دي.

له زندانه یو تښتېدلی زنداني چې نه غواړي نوم او هویت یې افشا شي وايي، له زندانه د بریدګرو په وسیله په زور واېستل شو، خو اوس بېرته د ورتلو اراده ځکه نه لري چې اتلس کاله قید ورکړل شوی و.

د ننګرهار اوسېدونکي او د چارو کتونکي حکومت ګرم ګڼي چې د زندان په څېر د یوه مهم ځای په امنیت ساتلو کې پاتې راغلی دی.

پر ننګرهار زندان برید مسئولیت داعش ډلې منلی.

 د دغې ډلې له ادرسه په خپرو شویو تصویرونو کې ښکاري چې د درېوو افغانانو په ګډون، درې هندوانو، څلور تاجک او یوه پاکستاني پر ننګرهار زندان برید کې شامل وو.

همدا راز داعش ډلې په یوه لیک کې د جلال‌اباد ښار له هټۍوالو، لوړ پوړیزو ودانیو له مالکانو او نورو غوښتي چې پټې امنیتي کامرې دې لرې او یا دې د دوی د ډلې د غړیو د بریدونو له عکاسي کولو ډډه وکړي.

په دغه لیک کې لیکل شوي چې که د داعش ډلې د هر غړي ویډيو له دغو کامرو حکومتي ادارو سره شریکه شوه، عاملان به یې د مرګ په سزا ورسوي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.