Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65124
تاریخ انتشار : پنج شنبه 16 زمری 1399 ساعت : 17:58:09

دبیروت چاودنې د وژل شویوشمیر۱۵۰ته زیات شو

د لبنان د روغتیا وزارت د اعلان په اساس په چاودنه کې ۱۵۰ کسان مړه او څه د پاسه څلور زره هم ژوبل شوی دي .

زمونږخبریال راپور راکړ  د لبنان د روغتیا وزارت د اعلان په اساس په چاودنه کې ۱۵۰ کسان مړه او څه د پاسه څلور زره هم ژوبل شوی دي .

 همداراز له بلې خوا د لبنان د سرۀصلیب عمومی منشي جارج کتانه وئيلي دي په دغې چاودنې کې په لسګونو کسان بې درکه شوي هم او وئیل کیږي ،چې ښائي د کنډوالو لاندې شوي وي .په  قربانیانو کې په لسګونو بهرني وګړي هم  ترسترګو کیږي .په وژل شویو کسانو کی یو پاکستانې هم شامل دې .

وئیل کیږي ، دغه چاودنه د  بیروت په بندر کې د  آمونیم نائيتریټ کیمیکل موادو په زیرمې کې شوي چې  له امله ئې  دبیروت کابو زیاتره برخه  تاواني شوې ده او  دا هم وئیل کیږي ، چې  چاودنه دومره زوروره وه چې  دبیروت تر اویا کلومیټرو پورې ئې غږ آوریدل شوی دی .

 داپه داسې حال کې دي چې د لبنان دحزب ا... ولسی غورځنګ په اعلامیې کې له خلکو سره دخواخوږۍ په ښودلو سره پر درستو لبنانیانو غږ شوی،خپل وحدت او انسجام دې وساتي او درست دې د  غمځپلو مرستو ته ودانګي .

 له دې سره په یووخت د اسلامی ایران  د ولسمشر پشمول لوړپوړو چارواکو دغه چاودنه یوه ستره غمیزه بللې او وئيلي ئې دي د اسلامی ایران درست ملت او حکومت د لبنان  له غمځپلو وروڼو خوئيندو سره په غم کې شریک دي او  له دوي سره هر ډول مرستو او ملګرتیاؤته تیار دی .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.