Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65125
تاریخ انتشار : پنج شنبه 16 زمری 1399 ساعت : 17:59:30

د صهیونیستي رژیم فوځ د لبنان سره پر ګډو پولو باندې بېړنی حالت تمدید کړ

د بیروت په بندر کې د لویي چاودنې سره سره د صهیونیستي رژیم فوځ د لبنان پر پولو باندې د دغي ترهګري رژیم ځواکونو ته د بېړنی حالت د غزولو حکم وکړ.

د صهیونیستي رژیم د فوځ لوی درستیز آویو کوخاوی د حکم په صادرولو سره د فلسطین په نیواکې سیمو کې او د لبنان پر ګډو پولو باندې ځای پر ځای شوي ځواکونو ته تیارسئ حکم ورکړ او بېړنی حالت یې وغځاوه.

د صهیونیستي رژیم د شمالي برخي ځواکونو هم د عمیر بارام تر قومنده لاندې د لبنان او سوریې سره پر ګډو پولو باندې د تیارسئ حالت خپل کړي.

دا په داسي حال کې دی چي صهیونیستي رژیم په لبنان کې تیري ورځې ته په اشارې سره دې هیواد سره د مرستي کولو لپاره د تیاری اعلان کړی و.

د صهیونیستي رژیم ځواکونه دوې ورځې مخکې هم د لبنان پر کفرشوبا او نیواکي فلسطین پر شعبا سیمو باندې حمله کړې وه، د دغه برید وروسته صهیونیستي ځواکونو د حزب الله د بدلې اخیستلو له ویري بېړنی حالت اعلان کړ.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.