Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65131
تاریخ انتشار : پنج شنبه 16 زمری 1399 ساعت : 18:08:01

صالح: هر کال ۴،۲ میلیارډه افغانۍ پر لوړپوړیو کسانو لګول کېږي

د ولسمشر محمداشرف غني له لوري د لویې مشورتي جرګې د جوړولو لپاره د ۳۳۰ میلیونه افغانیو منظورول له نیوکو سره مخ شوي دي. د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د دغو نیوکو په غبرګون کې پر خپلې فېسبوک‌پاڼې لیکلي چې دولت هر کال څلور میلیارډه او دوه سوه میلیونه افغانۍ د لوړپوړیو کسانو پر ساتنې لګوي او خلک باید پر دغه لګښت بحث وکړي.

نوموړي ویلي، یوشمېر دغه لوړپوړي کسان او شخصیتونه خپل ډېر وخت د نظام پر کمزوري کولو لګوي، څو خپلو هیلو او شخصي موخو ته ورسېږي.

صالح ویلي، هیله ده چې پر دغه «نجومي لګښت» بحث وکړو. نوموړي ټینګار کړی، باید پوه شو چې دا پیسې د چا پر ساتنې لګول کېږي.

هغه د لویې مشورتي جرګې جوړېدو ته په اشارې ویلي چې «له ملت سره مشوره او نظر ته یې درناوی، له هرې بیې ارزښت لري.»

ټاکل شوې دولت د ۴۰۰ طالب بندیانو د برخلیک په اړه د جمعې په ورځ لویه مشورتي جرګه جوړه کړي.

دولت د دې جرګې د جوړولو موخه د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو څرنګوالي، د وروستیو نولس کلونو د ارزښتونو، جمهوري نظام، جمهوریت او ورته د اړوندو ارزښتونو او د افغانستان د راتلونکې په اړه سلا مشورې کول یادوي.

له هغه وروسته چې ولسمشر د لویې جرګې د جوړېدو فرمان صادر کړ، د ولسمشرۍ ماڼۍ عملیاتي او ملاتړې ادارې په یوه وړاندیز کې ولسمشر ته وویل چې د یادې جرګې د جوړېدو لپاره ۳۳۰ میلیونه افغانیو ته اړتیا ده.

مالیې وزارت پرون ماښام وویل چې دغه وزارت د ولسمشر له لارښوونې سره سم ۳۳۰ میلیونه افغانۍ د لویې مشورتي جرګې د جوړولو لپاره د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې پر بودیجې ور زیاتې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالب ډلې د دې جرګې د جوړېدو مخالفت کړی دی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.