Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65144
تاریخ انتشار : دوشنبه 20 زمری 1399 ساعت : 12:21:37

په کابل کې بم چاودنې بیا وینه وبهوله

 په تیرو دوو ورځو کې په کابل کې د لوئې جرګې بیړنۍ غونډه جوړه شوي چې پکې دسولې اوثبات په اړه ځيني مهمې فیصلې شوي او دغه چاودنې او اړۍ ګړۍ جوړول د سولې اوثبات د لارې خنډونه نوره هم زیاتولی شي .

زمونږخبریال راپورراکړد افغانستان په پلازمینې کابل کې دپولیسو ویندوی فردوس فرامرز ووئيل نن سهارد کابل  دڅلورمې امنیتی حوزې په شاوخوا کې په مکرویانو سیمې کې بم چاودنه شوې چې له امله ئې  دوه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي .

 پرون هم  دکابل په کمپني سیمې کې  هم په ماین چاودنې کې  اوو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه .

 ددغو چاودنو مسئولیّت د خبر تر مخابیره کیدا پورې چا په غاړه  نه  دی اخستی ، داپه داسې حال کې دي چې  په تیرو دوو ورځو کې په کابل کې د لوئې  جرګې  بیړنۍ غونډه  جوړه شوي چې  پکې دسولې اوثبات په اړه ځيني مهمې فیصلې شوي  او دغه چاودنې او اړۍ ګړۍ جوړول  د سولې اوثبات د لارې خنډونه نوره هم زیاتولی شي .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.