Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65146
تاریخ انتشار : دوشنبه 20 زمری 1399 ساعت : 12:31:37

د صلحې عالي مشورتي جرګې د ۴۰۰ طالب بندیانو مشروطه آزادي تایید کړه

د افغانستان د صلحې د عالي مشورتي جرګې غړو د څلورو سوو طالب قیدیانو له مشروطې آزادۍ سره موافقه وکړه.

له جلال آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې  د افغانستان د صلحې د عالي مشورتي جرګې غړود یاد شمیر طالب بندیانو آزادي په دې شرطونه تاییده کړې او حکومت ته یې سپارښتنه کړې چې که د دغو طالبانو د آزادۍ په بدل کښې په ټول افغانستان کښې دائمي اروبند ټینګ شي، طالبان له تاوتریخوالي لاس واخلي او امریکا او ملګري ملتونه د نړیوالو ضمانتیانو په توګه د دې پروسې ضمانت وکړي، دغه طالب بندیان افغانستاني تابعیت ولري او بهرنیان نه وي او د دې ترڅنګ په افغانستان کښې د ټول ګټو پروژو لپاره زمینه برابره شي نو حکومت دې دغه څلور سوه بندیان خوشې کړي او که دغه شرایط پوره نه شي نو په هیڅ توګه دې آزاد نه کړې شي.

د افغانستان د صلحې د عالي مشورتي جرګې د کاري کمیټې غړو هم داشان د افغانستان د مذاکراتي ټیم د غړو لپاره هم ځینې سپارښتنې کړې دي چې په کښې راغلي وو چې د افغانستان لپاره د سرو کرښو دفاع وکړي او په سرو کرښو کښې د اوسني نظام ټینګیدل، د مسلح قواؤ پاتې کیدل، د ښځو د حقوقو خوندي کیدل، د بیان آزادي او د تیرو لاسته راوړنو ساتل شامل دي او باید د افغانستان مذاکراتي ټیم یې ساتنه وکړي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.