Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65147
تاریخ انتشار : دوشنبه 20 زمری 1399 ساعت : 12:32:38

عبد الله عبد الله: د افغانانو د صلحې د مذاکراتو وړومبنې پړاؤ به په قطر کښې ترسره شي

د افغانستان د صلحې د مشورتي لوې جرګې د غونډې مشر وویل: د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمینځ د صلحې د مذاکراتو وړومبې پړاؤ به په قطر کښې ترسره شي.

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شور ا مشر عبد الله عبد الله چې د لوې جرګې د غونډې مشري هم په غاړه لري، وویل: د دغه هیواد د صلحې د خبرواترو وړومبې پړاؤ ټاکل شوې د طالب ډلې د بندیانو له آزادۍ درې ورځې وروسته ترسره شي.

هغه زیاته کړه چې د لوې جرګې په غونډه کښې زیاتره ګډونوال د حکومت خلاف د جنګ سنګرونو ته د طالب ډلې د خطرناکو زندانیانو د نه ستنیدو لپاره د نړیوالو ضمانتونو غوښتونکي دي.

د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر د صلحې د مشورتي لوې جرګې د پنځوس­واړو کمیټې د غونډې په پاې کښې څرګنده کړه: د طالبانو په څلورو سوو خطرناکو قیدیانو کښې هیڅ بهرنې ښاریز نشته او ټول افغانستانیان دي.

د ویلو ده چې د مشورتي لوې جرګې د غونډې کاري کمیټو پرون د افغانستان د حکومت له خوا د طالبانو د پاتې ۴۰۰ زندانیانو آزادۍ ته مثبته راې ورکړه.

که څه هم د افغانستان د صلحې د مشورتي لوې جرګې غونډه د دوو ورځو په موده ترسره کیدونکې وه خو وټاکلې شوه چې اختتامیه دستورې یې نن ترسره کیږي.


  

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.