Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65148
تاریخ انتشار : دوشنبه 20 زمری 1399 ساعت : 12:34:08

د افغانستان حکومت به ۴۰۰ طالبان خوشي کړي

زمونږ خبریال وایي د افغانستان ولسمشر اشرف غني د طالبانو ډلې د بندیانو د خوشي کولو په هکله د سولې د مشورتي لوې جرګې د سپارښتنې په تائیدولو سره وویل د طالبانو د څلورسوه (۴۰۰) بندیانو د خوشي کولو حکم به لاسلیک کړي .

هغه پرون د افغانستان د سولې د مشورتي لویې جرګې د ختمیدا په مراسمو کښې د سولې د مشورتي لویې جرګې د پریکړه لیک مادو ته په اشارې سره وویل طالبانو ډله اوس باید اووربند ومني او د کابل له حکومت سره د سولې خبرې اترې پیل کړي .

اشرف غني  په دې خبرې سره چې جنګ او ناامنۍ یوازې د خلکو لپاره بدبختۍ، کړاو او درد رامینځته کړی دی وویل جنګ حل لاره نه ده بلکې اتحاد او پیوستون د افغانستان د ټولنې شخړې ختمولای شي .

د افغانستان د سولې د مشورتي لوې جرګې د غونډې مشر عبدالله عبدالله هم وویل د سولې د مشورتي لویې جرګې پریکړه لیک د سولې د خبرو اترو اخري پلمه له مینځه یوړله .

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم له طالبانو وغوښتل په هیواد کښې جنګ بند کړي او له موجود فرصت څخه په استفادې سره د سولې خبرې پیل کړي .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.