اسرائیلو نن سهار په غزې تړانګې برید کړی
د فلسطین سرچینو نن سهار د غزې تړانګې په شمال باندې د صهیونیسټ رژیم د جنګي الوتکو د حملې خبر ورکړ .
د صهیونیسټ رژيم جنګي الوتکو د فلسطین د غزې تړانګې په شمال کښې د جبالیا سیمې په ختیځ باندې برید کړی دی .
د صهیونیسټ رژيم د پوځ د توپونو څانګې هم وویل د غزې تړانګې په شمال کښې د بیت حانون په ختیځ کښې یې په یوې (۱) سیمې بمبارې کړي دي .
د صهیونیسټ رژيم جنګي الوتکو ، هیلي کوپټرونو او توپونو په تیرو څو میاشتو کښې په ځلونو د فلسطین د غزې تړانګې په بیلابیلو سیمو حملې او بمبارې کړي دي.
په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژیم په حملو کښې تراوسه په زرګونو فلسطینیان شهیدان او ژوبل شوي دي .
د افغان ایرکا خبري اژانس