Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65154
تاریخ انتشار : دوشنبه 20 زمری 1399 ساعت : 12:43:43

د بیروت په قهرجنو مظاهرو کښې یو کس مړ او ۱۸۰ زخمي شول

په بیروت ښار کښې له پرون مازیګر څخه د لبنان د مارچ د څوارلسمې لویدیځ بهیر ته د نزدې رسنیو په لمسه په معیشتي حالاتو او د بیروت بندر په چاودنې باندې اعتراضونه پيل شوي دي.

د مارچ د ۱۴ په (لویدیځ پال) بهیر پورې اړوندو معترضانو په حکومتي ادارو او بانکونو باندې په بریدونو سره په بیروت ښار کښې غلبلې جوړ کړ او په دغو ګډوډیو کښې یو پولیس ځواک وژل شوی او ۱۸۰ تنه نور ژوبل شول.

په بیروت ښار کښې له پرون مازیګر څخه د لبنان د مارچ د څوارلسمې لویدیځ بهیر ته د نزدې رسنیو په لمسه په معیشتي حالاتو او د بیروت بندر په چاودنې باندې اعتراضونه پيل شوي دي.

دا په داسې حال کښې دي چې د لبنان د کورنیو چارو وزارت او د پوځ قومندانۍ پرون د جلاجلا خبرپاڼو په خپرولو او په دې خبرې سره چې د بیروت له چاودنې د خلکو د قهر په اندازې خبر دي، له معترضانو وغوښتل چې له تاوتریخوالي او تشدده ډډه وکړي او عمومي اموالو ته له زیان رسولو لاس واخلي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.