Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65156
تاریخ انتشار : دوشنبه 20 زمری 1399 ساعت : 13:22:08

د ایران افغانستان او ازبکستان ټرانزیټي کریډور افتتاح وشوه

دمینځنۍ آسیائي هیوادونو په لور دلنډې او کم مصرفه لارې په توګه د افغانستان له لارې د ټرانزیټي کریډونو پراختیا،د ایکو ،ایرو موسیسو له خوا هم له هرکلی سره مخ شوې

زمونږخبریال راپورراکړ د ایران، افغانستان او ازبکستان ټرانزیټي کریډور په آزمیښتي توګه  پرانیستل شوی  او له ایرانه  دوه ټریلي  ګاډي  افغانستان ته او په نهایت کې  ازبکستان  ته په تلو سره  فعال شوی دی .

د ایران د ګمرک ټرانزیټي برخې عمومی مدیر  مصطفی آیتي  په یولړ څرګندونو کې وئیلی دي ، دلومړي ځل لپاره  د بندرعباس له شهید رجائي ګمرک څخه  دوه  بار ټریلي ګاډي  د افغانستان  له لارې ازبکستان ته ولیږدول شول .  د روان زمري دمیاشتې په پنځمه نیټه د کتا کریډور په بریالۍ افتتاح پسې  اوقرغزستان او تاجیکستان ته  د بندرعباس شهید رجائي ګمرکاتو څخه  د شیالونوله لیږدولو وروسته  دغه ټرانزیټي جوپه  د دوو ټریلو په وسیله   له دوغارون پوله ایزې لارې څخه  دافغانستان له لارې ازبکستان ته ولیږدول شوه . آیتي وئیلي دي  دمینځنۍ آسیائي هیوادونو په لور  دلنډې  او کم مصرفه لارې  په توګه   د افغانستان له لارې د ټرانزیټي  کریډونو پراختیا،د ایکو ،ایرو موسیسو له خوا  هم له هرکلی سره مخ شوې  او د ایران ګمرک  د ایران دکانونو دصنائعو او د کرهڼيزو چارو دتجارتي  کوټې په ملګرتیا سره له کارنه تیر څخه په استفادې سره  د دې لارې د پراختیا  هوډ لري . 


  خبرگزاری افغان ایرکا

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.