Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65158
تاریخ انتشار : سه شنبه 21 زمری 1399 ساعت : 18:14:56

د بندیانوله خوشي کیدایوه اونۍ وروسته بین الافغاني خبرې پیلیږي

دافغانستان حکومت د ۴ سوه طالب بندیانو د خوشي کولو یا نه خوشي کولو په باب ددغه هیواد لویه جرګه بللې وه چې وړمه ورځ ئې په مشروط ډول ددغو طالب بندیانودخوشي کولو فیصله کړې ، چې د کابل حکومت د غه کسان ډاکووان ،قاتلان ،برمتګر او چاقچبر بللي وو .

په قطر کې د طالبانو ډلې دسیاسی دفتر ویندوي سهیل شاهین دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي،د افغانستان له حکومت سره به د خبرواترو لومړنی پړاؤ په قطر کې ترسره شي او  لهدې وروسته به ددواړو لورو په مشورې سره   د خبرواترو د پرمخ بیولو لپاره بل ځاي وټاکل شي .

سهیل شاهین د افغانستان له حکومت سره د اور بند د ټينګیدا په باب هم وئيلی دي،د خبرواترو په پړاؤ کې به په دې اړه هم فیصله وشي د افغانستان حکومت د ۴سوه طالب بندیانو د خوشي کولو یا نه خوشي کولو په باب ددغه هیواد لویه جرګه بللې وه چې  وړمه ورځ ئې  په مشروط ډول ددغو طالببندیانودخوشي کولو فیصله کړې،چې د کابل حکومت د غه کسان ډاکووان ،قاتلان ،برمتګر او چاقچبر بللي وو .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.