Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65160
تاریخ انتشار : سه شنبه 21 زمری 1399 ساعت : 18:17:41

يونيسف: د واکسين درېدو موده کې افغانستان کې د پولیو ۳۴ پېښې ثبت شوې

د ملګرو ملتونو د ماشومان صندوق يا يونيسف وايي، له هغه وروسته چې په افغانستان او پاکستان کې د کرونا وايروس د لا خپرېدو له وېرې د پولیو واکسين کمپاين ودرول شو، په دواړو هېوادونو کې په ترتيب سره د دغه ناروغۍ ۳۴ او ۶۳ پېښې ثبت شوې دي.

د يونيسف له لوري نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د پولیو ناروغۍ ضد واکسين کمپاين مارچ مياشت کې د ماشومانو او واکسيناتورانو د خونديتوب په موخه ودرول شو.

يونيسف ټينګار کړی چې روانه مياشت به دغه کمپاين بېرته پيل شي.

د خبرپاڼې په حواله، په نوي کمپاين کې به په دواړو هېوادونو کې ۵۰ مېلیونه ماشومان واکسين شي.

پوليسو هغه ناروغي ده چې اوس مهال يوازې په افغانستان او پاکستان کې شته او نوره نړۍ ترې پاکه شوې ده.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.