Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65173
تاریخ انتشار : پنج شنبه 23 زمری 1399 ساعت : 23:30:41

ولسمشر غني د ښځو د عالي شورا جوړېدو فرمان صادر کړ


ولسمشر محمد اشرف غني د ښځو د ځواکمنېدو او د هغوی حقونو ته د رسېدلې په هدف د ښځو عالي شورا د جوړېدو حکم ورکړ.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې د لوی ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر د ښځو د ځواکمنېدو، د ښځو د حقوقو د تامین او پراختیا په اړه د کورنیو او نړیوالو شریکانو ترمنځ د همغږۍ په موخه د ښځو د عالي شورا د را منځته کېدو فرمان صادر کړ.

په خبرپاڼه کې راغلي، د یادې شورا مشري به ولسمشر محمد اشرف غني کوي، دغه راز د دارالانشاء مسئولست به یې د ښځو چارو وزارت او د جمهوري ریاست د چارو ادارې د لوی ریاست په غاړه وي.

د خبرپاڼې په حواله، د فرمان له مخې د ولایتونو د ښځینه مرستیالانو، د ښځینه حقونو مدافعینو او مدني ټولنو په ګډون د ۲۶ دولتي او نادولتي ارګانونو استازي به د ښځو د عالي شورا غړیتوب ولري.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.