Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65185
تاریخ انتشار : يکشنبه 26 زمری 1399 ساعت : 23:10:13

د خيانت موافقې په نتيجه کښې امنيتي مشکلات

د خيانت موافقې يعنې هغې موافقې په نتيجه کښې به چې اماراتو د رسمي سفارتي تعلقاتو د بحالولو لپاره صهيونېسټ رژيم سره وکړه، ډېر امنتي مشکلات رامنځته شي.

اماراتو او اسرائيلو له دې مخکښې هم په مختلفو برخو کښې تعلقات لرلي دي او حتی اسرائيل هيوم ورځپاڼې وليکل، بنيامين نتنياهو دوه کاله مخکښې ابوظبۍ ته دوه ځل پټ سفرونه کړي دي خو دغه ډول تعلقاتو د دواړو خواو يا د اېشيا د لويديځې سيمې لپاره څه امنتي مشکلات نه وو لرلي په داسې حال کښې چې د دغو تعلقاتو په ډاګه کېدل به د دواړو خواو او سيمې لپاره امنيتي مشکلات ولري.

د خيانت د دغه موافقې يو امنيتي مشکل دا دے چې امارات چې په سيمه کښې په يوې اقتصادي بېلګې باندې د بدلېدو په فکر کشې دے له ناامنۍ سره مخامخ شي، په داسې حال کښې چې د اقتصادي ترقۍ اصلي  وړاندط شرط مضبوط امنيت دے.

د دغې موافقې له اعلانه څه کم دوه اويا ګېنټې وروسته په لېبيا کښې د اماراتو سفارت ته اور ورته کړے شو. په لېبيا کښې احتجاج کونکو د خيانت په دغې موافقې باندې په اعتراض کښې په طرابلس کښې د اماراتو په سفارتخانه حمله وکړه او د دغې ودانۍ ځينې برخې يې اوسوزولې. په نورو هېوادونو کښې هم د اماراتو لپاره د داسې پېښو د تکرارېدو احتمال موجود  دے.

امارات د يمن په خلاف جنګ کښې د سعودي ائتلاف يو اصلي غړے دے. د يمن په خلاف د ابوظبۍ د تحرکاتو له زياتېدو وروسته تېره کال دغه هېواد د الفجيره د چاودنې و اماراتو په خلاف د يمن د فوځي او ولسي ځواکونو د اقداماتو کتونکے ؤ چې د دغه هېواد امنيت يې په نښه کړے او د اماراتي واکمنانو اندېښنه او د کورنيو اختلافاتو زياتېدل يې رامنځته کړل. په نتيجه کښې اماراتو فېصله وکړه چې له يمن څخه خپل ځواکونه وباسي او په جنګ کښې خپل مشارکت کم کړي.

د اسلامي نړۍ عامه افکار له صهيونېسټ رژيم څخه تر دې حده کرکه لري چې د رسمي تعلقاتو د بحالولو لپاره له دغه رژيم سره موافقه کورني امنتي مشکلات او حتی د حکومت په داخل کښې يو لړ اختلافات رامنځته کولې شي.

د دغې موضوع يو دليل دا  دے چې له صهيونېسټ رژيم سره د اماراتو موافقه په داسې زماني حالاتو کښې ترسره شوه چې اسرائيلو د امريکې په ملاتړ سره د فلسطينيانو په خلاف تاوتريخولي اوج ته رسولي وو او دا موافقه د اسرائيلي رژيم له خيانتونو څخه د ملاتړ په معنا ده.

د خيانت د موافقې يو بل امنيتي اړخ هغه ردعمل دے چې فلسطيني ډلې به يې څرګند کړي. د خيانت موافقې د فلسطينيانو لپاره هيڅه امتياز نه دے لرلے او د ۱۹۷۸ کال د کېمپ ډېوېډ معاهدې او د ۱۹۷۴ کال د عربه وادۍ د معاهدې په اپوټه د زمکې په مقابل کښې صلح نه ده بلکه د صلحې په مقابل کښې صلح ده.دغې بې بريا مواففې فلسطينيانو ته يو مهم پېغام ورکړ او هغه دا چې د اېشيا د لويديځ چاپېريال له بل هر وخت نه زيات ځان مرستې ته نزدے شوے دے. ځان مرسته په نړيوالو تعلقاتو کښې د حقيقت پالنې نظريې مرکز دے چې دا عنوانوي چې نړيوال چاپېريال له ګډوډۍ سره مخامخ دے او هر هېواد پکار دے د امنيت په برخه کښې په ځان تکيې اورسي.

په حقيقت کښې فلسطينيان په دغې موافقې سره دې درک او مطلب اخېستنې ته رسيږي چې له ځان څخه د دفاع لپاره د ګډو عربي تشخص د لرلو په وجه د عربو هېوادونو تکيه نه شي کولې، ځکه چې د هغو عربو هېوادونو چې له اسرائيلو سره رسمي تعلقاتو جوړوي د شمېر د زياتېدو امکان موجود دے.

په همدې لړ کښې د حماس د سياسي دفتر غړي خليل الحيه تاکيد کړ د اماراتي واکمنانو او اسرائيلي دښمن ترمېنځ د تعلقاتو د بحالولو موافقه  عربي وحدت ته زيان رسوي. هغه زياته کړه د تعلقاتو له بحالولو د له نيواکي زمکو سره د لويديځې غاړې د ځينو برخو د يوځاے کولو له پلان سره د مقابلې په خاطر د فعاليتونو په باره کښې د موافقې لپاره په داخل او بهر کښې د فلسطيني ډلو ترمېنځ صلاح مشورې روانې دي.

د اماراتو په خلاف د ناامنيو زياتېدل يا د اماراتي حکومت په داخل کښې د اختلافاتو رامنځته کېدل او همدارنګ د اېشيا د لويديځ په اوچته سويه د فلسطين او اسرائيلو ترمېنځ د تاوتريخوالي زياتېدل هم ګواښونه زياتوي. په همدې لړ کښې هم خليل الحيه خبردارے ورکړ چې سيمه هر شېبه امکان لري چې د اسرائيلو له بدمعاشۍ او زوروينې سره په مقابل کښې وچوي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.