Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65190
تاریخ انتشار : دوشنبه 27 زمری 1399 ساعت : 23:42:02

د سولې په برخه کې د ټرمپ دباونو افغانان اندېښمن کړي

سرچینې د مشورتې لویې جرګې او پارلمان د ځينو غړو له قوله لیکلي، چې ټرمپ له خپل سیاسي او اقتصادي ځواک په استفادې سره هڅه کوي مهمو مواردو ته له پاملرنې پرته د فشار له لارې افغان حکومت او طالبان د سولې یوې هوکړې ته ورسوي.

فارین پالیسي نشریې په یوه مطلب کې لیکلی، چې د سولې په برخه کې د ټرمپ فشارونو افغانان اندېښمن کړي دي.

په مطلب کې لیکل شوي، چې د سولې مشورتي لویې جرګې غړي او د پارلمان ځینې استازي په دې باور دي، چې ترمپ په ټاکنو کې د بریالي کېدو لپاره د سولې په برخه کې پر افغانانو او افغان حکومت بې ځایه فشارونه راولي.

سرچینې د مشورتې لویې جرګې او پارلمان د ځينو غړو له قوله لیکلي، چې ټرمپ له خپل سیاسي او اقتصادي ځواک په استفادې  سره هڅه کوي مهمو مواردو ته له پاملرنې پرته د فشار له لارې افغان حکومت او طالبان د سولې یوې هوکړې ته ورسوي.

سرچینه کاږي، چې دغه فشارونو ته په کتو داسې ښکاري، چې افغان سوله به د امریکا د ټاکنو قرباني شي.

د یادونې ده، چې څو ورځې وړاندې ټایم مجلې د افغانستان په اړه یو اوږده راپور کې لیکلي وو، چې ټرمپ له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو وتلو ته ډېره بېړه لري.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.