Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65195
تاریخ انتشار : دوشنبه 27 زمری 1399 ساعت : 23:49:59

ايران: د افغانستان اوسنی وضعيت د امريکا د لاسوهنو پايله ده

ايران د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو هغو څرګندونو ته په غبرګون کې چې ګواکې دغه هېواد طالبانو ته وسلې ورکوي ويلي، د افغانستان اوسنی وضعيت د امريکا د لاسوهنو پايله ده.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند سعيد خطيب‌زاده له خبريالانو سره خبرو کې د مايک پمپيو تورونه يو مخ رد کړي دي او وايي، هغه څه چې اوس په افغانستان کې تېرېږي، په دغه هېواد کې د امريکا د لاسوهنو پايله ده.

نوموړي زياته کړې، د امريکا د بهرنيو چارو وزير له لوري تازه څرګندونې په يو ډول د افغانستان د خلکو د عمومي افکارو د ګمراه کولو هڅه ده. هغه ويلي، امريکا په افغانستان کې له داعش ډلې سره مرسته کوي.

خطيب‌زاده وايي، امريکا تر دې مهاله هم د هغو الوتنو د هويت په تړاو پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی چې د ناټو قلمرو کې داعش ډلې ته مرستې رسوي.

تر دې وړاندې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو ايران تورن کړی و چې په افغانستان کې وسله‌والو طالبانو ته وسلې برابروي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.