Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65196
تاریخ انتشار : سه شنبه 28 زمری 1399 ساعت : 22:08:23

د اسلامي وحدت لوی منادي، ایت الله تسخیري وفات شو

د اسلامي نړۍ په چارو کې د اسلامي انقلاب د ستر لارښود ایت الله امام خامنه ای سلاکار او د اسلامي مذهبونو د نزدېوالي بیرغچي  ایت الله تسخیري نن په شپږ اتیا کلنۍ کې د ناروغۍ له امله وفات شو.

ایت الله تسخیري د اسلامي مذهبونو د نزدیکت د عالي ټولنې د شورا مشر ؤ او په عربي او انګریزۍ ژبو تسلط ته په پام سره یې د اسلامي نړۍ د وحدت په برخه کې اغیزمن ګامونه پورته کړې وو.

 د رهبرۍ ستر مقام ایت الله امام خامنه ای په یو پېغام کې د ایت الله تسخیري په وفات تسلیت ویلی او د  اسلامي نړۍ د وحدت لپاره دهغه د هلو ځلو ستاینه یې کړې ده.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.