Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65202
تاریخ انتشار : سه شنبه 28 زمری 1399 ساعت : 22:15:44

د ایران په خلاف تورونه، په سیمه کې د امریکا د مداخلو د توجیه هڅه

د ایران د خارجه وزارت ویندویي سعید خطیب زاده، طالبانو ته د وسلو استولو په هکله د ایران په خلاف د امریکا د خارجه وزیر د بې اساسه تورونو په ردولو سره وویل: هغه څه چې نن په افغانستان کې تېرېږي د افغانستان په چارو کې د امریکا د مداخلو او د  جنګ غوښتلو نتیجه ده.

 د ایران د خارجه وزارت ویندویي وویل:د امریکا د خارجه وزیر لګول شوې تورونه، یو ډول په نورو د مسوولیت اچول او له داعش سره د واشنګټن له مرستو د  افغانستان د خلکو د عمومي افکارو د غړولو لپاره هڅه ده.

 په اسلامي ایران د چټي تورونو لګول چې له ترهه ګرو ډلو سره په مبارزه کې یې درنه بیه ورکړې چې له سیمې د ترهه ګرۍ خطر لرې کړي، یو تریخ سیاسي طنز دی. دغه تور د داسې هیواد له خوا لګول کیږي چې  کلونه کیږي د اسراییلو او عربستان په شان رژیمونو یې چې په سیمه کې د ترهه ګرۍ او افراط ګرۍ ځالې دي ملاتړ کړی دی.

البته ځینې په دې د سیمې د شرایطو د خرابولو او د ایران او افغانستان تر مینځ د بېلوتون د راوستلوهڅه کوي. دا په داسې حال کې دي چې ایران په وروستیو کلونو کې  ډېر ښه دپلماتیک ګامونه پورته کړل چې په افغانستان کې ملي وحدت او پراخ بنسټه حکومت جوړ شي.  په ایران باندې د تورونو لګولو په شان دریځونه د لالهاندۍ او هغه چیلنجونو نښه ده چې  امریکا نه یوازې په افغانستان بلکې په ټولې سیمې کې ورسره مخامخه ده. امریکا نولس کاله کیږي چې په افغانستان کې جنګي جرمونه کوي نو څرګنده ده چې د امریکا سیاست په نورو هیوادونو د ستونزو د مسوولیت ور اچول دي.

خو اسلامي ایران په ډېرو دلیلونو، په افغانستان کې د سولې ،ثبات او ارامښت د ټينګیدو ملاتړ کوي. منجمله، ګاونډیتوب، ګډ امنیت او ګډې دیني او فرهنګي اړېکي او ګټې.

د نړیوالو چارو کارپوه سید باقر ذکي اسکوپي  په سیمه کې له امنیت سره په مرسته کې د ایران د رول په هکله وایي: په افغانستان او عراق کې د سیمې د بحرانونو له حل سره په مرسته او په سوریه کې د تجزیې  او ړنګېدو په مخنیوي  کې د ایران هڅې، د ایران رول بې مثاله ګرځولی دی.

 امریکا د القاعدې او داعش په شان کرکجنو ډلو په جوړول کې نیغ په نیغه رول لرلی او په وروستیو څو کلونو کې یې هڅه کړې له عراق او سوریې څخه افغانستان ته د داعش د رااړولو  زمینه برابره کړي. دغه مخینې ته په پام سره  دا نتیجه اخستلی شو چې امریکا په دریو څرګندو دلیلونو؛ ایران په سیمه کې په ناامنه کولو تورنوي.

لومړی دلیل: د استکبار مخالفه مقاومتي جبهې په پیاوړې کولو او  په تېره بیا په افغانستان کې د امریکا د لاسوهونکو طرحو په ماتولو کې د ایران  له رول او اثراتو اندیښنه.

دوهم دلیل: له ګاونډیو هیوادونو سره د ایران د دوستانه اړیکو په کمزورې کولو او په سیمه کې د بې باورۍ په جوړلو کې د امریکا  استراتژیکې ګټې.

او دریم دلیل: په افغانستان کې د ایران د دپلماتیکو هڅو څنډې ته کول.

 د ایران د سیمه ایزو رول اپوټه ښودل، په تېره بیا په امنیت شورا کې د ایران د وسلوالو بایکاټ د تمدید په  پروژې کې له ماتې وروسته، د دې ښودنه کوي چې امریکا غواړي، د نورو مسایلو په مطرحولو سره په سیمه ایزه او نړیواله سویه خپل کمزوری شوی پوزیشن بیا ورغوي. او افغانستان ته د وسلو په استولو د ایران تورنول هم په همدې لړ کې دي.

  لکه څنګه چې د ایران د خارجه وزارت د  ویندویي په خبرو کې راغلې: امریکا لا د هغوي هیلي کاپټرو د هویت په هکله  چې  د ناټو تر کنټرول لاندې د افغانستان په هوایي حدودو کې  له داعشیانو سره د مرستې لپاره الوتونه کوي، ځواب نه دی ورکړی. امریکایي مقامات  له ترهه ګرۍ سره د تش په نامه مبارزې د سیاست په پرده کې، همېشه د حقیقتونو د تحریفولو هڅه کړې او په غیر واقعي څرګندونو سره غواړي  په سیمه کې د خپل رول مثبت انځور وړاندې کړي.  حال دا چې د امریکا د رول واقعي ماهیت، د جنګ ناامني ، ترهه ګرۍ ، القاعدې او داعش جوړول دي. افغانستان هم د امریکا له دغه سیاسته مستثنی نه دی.   


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.