Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65210
تاریخ انتشار : يکشنبه 2 وږی 1399 ساعت : 19:54:48

د فلسطین په باب عربی اتحادیه فوري غونډه نشي ترسره کولی

 احمد ابوالغیظ د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو له مشر محمود عباس سره په ټيلیفوني خبرواترو کې وئيلي دي ، د عربو هیوادونو د وزیرانو ناسته به د فلسطین په مشرۍ د ستمبر په نهمه نیټه ترسره شي .

 ایرنا خبری آژانس  د القدس العربی  له قوله راپور ورکړی ، د عربی اتحادئې عمومی منشي احمد ابوالغیظ بیګا په یولړڅرګندونو کې  وئيلي دي،دغه اتحادیه  د صهیونیسټي رژيم او متحده عربی اماراتو  ترمینځ د اړیکو دعادي کولو د موافقې  د ارزولو لپاره  ددغې اتحادئې سملاسي غونډه نشي ترسره کولی .

 احمد ابوالغیظ وئیلي دي ، دغه اتحادیه به د ستمبر په نهمه نیټه  د عربو هیوادونو د و زیرانو په سویه  عادي غونډه ترسره  کړي .

 په دې باب د فلسطین رسمي خبري آژانسهم راپور ورکړی،ابوالغیظ د فلسطین  د کورواکه تشکیلاتوله مشر محمود عباس سره په ټيلیفوني  خبرواترو کې  وئيلي دي،دعربو هیوادونو د وزیرانو ناسته به د فلسطین په مشرۍ د ستمبر په نهمه نیټه  ترسره شي .

 د متحده عربی اماراتو او صهونیسټي رژيم ترمینځ د اړیکو دعادي کولو لپاره   په  موافقې پسې،د فلسطین کورواکه تشکیلاتو،د عربی اتحادئې د سملاسی غونډې د ترسره کولو غوښتنه کړې وه .

د اماراتو او اسرائيلو  موافقه،د فلسطینیو مبارزو ډلو،دسیمې د هیوادونو  او دنړۍ د ډيری سیاسی شخصیتونو  له خوا د پراخو اعتراضونو  څپه  په ځان پسې درلودلې ده .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.