د پاکستان او د افغانستان چارواکو خبرې وکړې
د افغانستان د ملي روغې جوړې د لوړې شورا مشر عبدالله عبدالله او د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په ټیلي فوني خبرو کښې د بین الافغاني سولې په بهیر ټینګار وکړ .
د افغانستان د ملي روغې جوړې د لوړې شورا مشر عبدالله عبدالله او د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په دغو ټیلي فوني خبرو کښې وویل په افغانستان کښې د سولې د ټینګیدا لپاره یو(۱) استثنايي فرصت برابر شوی دی او باید استفاده ترې وکړو .
د افغانستان د ملي روغې جوړې د لوړې شورا مشر عبدالله عبدالله دغه راز بین الافغاني خبرو اترو ته د رسیدا لپاره د پاکستان ملګرتیا او سیمه ییزه اجماع مهمه وبلله .
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم په افغانستان کښې د سولې له ټینګیدا د اسلام اباد ملاتړ اعلان کړ او هیله یې وکړه چې بین الافغاني خبرې اترې ژر پیل شي .
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان چې د تحریک انصاف ګوند مشر هم دی دغه راز د افغانستان د ملي روغې جوړې د لوړې شورا مشر عبدالله عبدالله ته بلنه ورکړه چې اسلام اباد ته سفر وکړي او عبدالله هم دغه بلنه ومنله .
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان او د افغانستان د ملي روغې جوړې د لوړې شورا مشر عبدالله عبدالله په داسې حال کښې د سولې د خبرو په هکله وینا کوي چې طالبانو فعلا د اشرف غني له حکومت سره هرډول خبرې رد کړي دي .