Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65224
تاریخ انتشار : يکشنبه 9 وږی 1399 ساعت : 18:12:42

د ملي مصالحي عالي شورای د غړو لېسټ اعلان شو

د ملي مصالحي عالي شورای د غړو لېسټ د ولسمشر له لوري منظور او اعلان شو

له ولسمشرۍ ماڼۍ نه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د دې فرمان پر اساس د ملي پخلاینې د عالي شورا د مشرتابه پلاوي غړي په څلورو برخو وېشلي، چې ۱۹ غیر دولتي، ۹ دولتي، ۸ ښځینه او ۱۰ د مشرتابه پلاوي غړي دي

د ارګ لخوا په پېژندل شویو کسانو کې پخوانی ولسمشر حامد کرزی، عبدالرب رسول سیاف، ګلبدین حکمتیار، یو شمېر نور پخواني جهادي قوماندانان، اوسني حکومتي چارواکي، د میرمنو استازې او مصالحې د عالې شورا د رهبرۍ هیئت غړي شامل دي. ولسمشرۍ ماڼۍ د ملي روغې جوړې د عالي شورا فرمان په داسې حال کې خپروي چې د د افغان حکومت او طالبانو د استازو تر منځ مخامخ خبرې چې ټاکل شوې وه په دوحه کې وشي، ځنډېدلې دي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.