Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65226
تاریخ انتشار : يکشنبه 9 وږی 1399 ساعت : 18:15:28

حسن نصر الله له دښمنانو سره د مقابلې په دوام ټینګار وکړ

د لبنان د حزب الله عمومي منشي له دښمنانو سره د مقابلې په جاري ساتلو باندې په ټینګار سره ویلې دي: د مقاومت چورلیز له پوځي، سیاسي او امنیتي نظره دښمن ته ماتې ورکړې ده.

د لبنان د حزب الله عمومي منشي له دښمنانو سره د مقابلې په جاري ساتلو باندې په ټینګار سره ویلې دي: د مقاومت چورلیز له پوځي، سیاسي او امنیتي نظره دښمن ته ماتې ورکړې ده.

د ایرنا د خبر له مخې سید حسن نصر الله بیګا د حسیني عاشورا په مناسبت یوه وینا کښې د مقاومت د چورلیز خلاف روانو تبلیغاتو ته اشاره وکړه او یادونه یې وکړه چې کوم منفي تبلیغات چې نن سبا د مقاومت خلاف کیږي، تراوسه یې مخینه نه ده لرلې.

هغه دې ټکي ته په اشارې سره چې نن سبا د مقاومت خلاف لیکل کیدونکې زیاتره مقالې د پیسو په خاطر دي، زیاته کړه: د فارس خلیج دملګرتیا شورا د غړو او د ځینو نورو هیوادونو سفارتخانو تراوسه د حزب الله خلاف تبلیغاتو لپاره لسګونه میلیون ډالر لګولې دي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.